Add new comment

Calls for parallel govt draw condemnation

 
جلال اباد (پژواک ١٨ چنګاښ ٩٣): په ننګرهار کې قومي مشرانو، ديني علماوو او د مدني ټولنو لسګونو فعالينو د ټاکنو د لومړنيو پايلو د اعلان ملاتړ څرګند کړ او ويې ويل چې دوى به له خپلو رايو په هر حال دفاع کوي.
د جلال اباد په ښار کې د چنګاښ په ٨١مه د دې غونډې په ترڅ کې ګډونوالو د ټاکنو پر خپلواک کمېسيون  غږ وکړ چې د ټاکنو وروستۍ پايلې دې په پوره بې پرې توب سره پر خپل وخت اعلان کړي.
د مدني ټولنې فعال عبدالمالک عرب پژواک خبري اژانس ته وويل چې په هېواد کې د لومړي ځل لپاره ټاکنې دويم دور ته تللې او افغانانو خپل سرونه په لاسونو کې نيولي خو رايه يې ورکړې ده.
ده زياته کړه چې يو شمېر کړۍ غواړي په هېواد کې روان حالات د بهران پر لور بوځي، خو دوى به هېڅ وخت اجازه ورنه کړي چې ځانګړې کړۍ په خپله ګټه حالات خراب کړي.
نوموړي وويل: ((موږ له نړيوالې ټولنې او افغان حکومت  غواړو چې خپل سري دې مهار کړي، ځکه په هېواد کې قانوني مراجع شته بايد غيرې قانوني چارو ته لمن ونه وهل شي.))
د ده په خبره چې هر څوک که غواړي چې غيرې قانوني نظام حاکم کړي او يا هم د نامشروع لارې نه خپل ځان واک ته ورسوي دوى يې طرفدار نه دي او مخالفت يې کوي.
د ځوانانو د ټولنې مرستيال عبدالرحمن معاون  پژواک اژانس ته وويل چې دوى به په هر حال له خپلو رايو ملاتړ وکړي او هېڅوک به دې ته پرې نه ږدي چې پر خپل سر غيرې قانوني حکومتونه اعلان کړي.
نوموړى وايي: ((پرون هم د ډاکتر عبدالله عبدالله ډلې پر خپل سر حکومت اعلانولو، موږ ترې هيله کوو چې حالات دې د بحران لوري ته نه وړي.))
ده له نړۍ والې ټولنې هم وغوښتل چې په ټاکنو کې دې بې طرفه منځګړيتوب وکړي او د دوى د رايو احترام دې وکړي.
قومي مشر نوراغا ملکزي هم پر ولسمشر حامد کرزي غږ وکړ، چې په هېواد کې دې د دې ګډوډۍ مخه ونيسي.
نوموړي وويل چې دوى د ټاکنو د لومړنيو پايلو هرکلى کوي او په هر حال به له خپلو رايو څخه دفاع وکړي او خپل حق به هېڅکله بل ته پرې نه ږدي.
ده زياته کړه: ((له شکاياتو کمېسيون څخه هم زموږ غوښتنه دا ده چې خپل بې پرې توب دې وساتي او د هېڅ چا تر فشار لاندې دې نه راځي.))
د ملکزي په وينا، قومونو په ډېرو سختو حالاتو کې رايه ورکړې او بايد د دې رايې احترام دواړه نوماندان وساتي او که چېرې احترام ونه ساتل شي نو دوى به خپلو مدني حرکتونو ته دوام ورکړي.
ده د ولسمشرۍ پر نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله غږ وکړ چې ناغېړي دې نه کوي او د ټاکنو پايلې دې ومني.
دى وايي چې د ډاکتر عبدالله عبدالله پلويانو سر له اوسه په بدمعاشۍ پيل کړى او د ولسمشر حامدکزي تصوير يې هم څيري کړې دى.
د غونډې په پاى کې د ګډونوالو له لوري يو پرېکړه ليک هم صادر شو چې په کې يې له لومړنيو پايلو څخه ملاتړ څرګند کړى و.
ياده دې وي چې وړمه ورځ د ټاکنو کمېسيون له لوري د دويم دور پايلې اعلان شوې چې په ترڅ کې يې ډاکتر اشرف غني احمدزى له ډاکتر عبدالله عبدالله څخه لومړى و.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.