د اشرف غني احمدزي د ولسمشر کېدو جشن ونمانځل شو

جلال اباد ( پژواک، ٣ تله ٩٣ ) : په ننګرهار ولايت کې د ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي د ولسمشر کېدو جشن د يوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شو.

جشن کوونکو په يوه خوله ويل چې له ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه په هر حال ملاتړ کوي او د نوموړي پر ولسمشر کېدو خوښ دي.

د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال د ټاکنو د پايلو د اعلان او ملي يووالي حکومت د جوړولو هر کلی وکړ او هيله يې څرګنده کړه ، چې د ډاکټر اشرف غني احمدزي په مشرۍ سره به هېواد د پرمختګ پر لور ګامونه واخلي او نور به د ستونزو د پاى وخت راشي.

نوموړي د ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي په مشرۍ د حکومت په جوړېدو خوښي څرګنده کړې او نوموړي ته يې د ولسمشر کېدو مبارکي وويله .

د ګرديوال په وينا، چې د هېواد اوسنى ګډ وډ حالت ډاکټر اشرف غني جوړولى شي او بايد ټول هېوادوال يې ملاتړ وکړي.

په ننګرهار کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي د کمپاين مسوول حاجي نصرت الله ارسلايي هم د جشن ګډونوالو ته وويل، نوي ولسمشر ورسره ژمنه کړې ، چې دى به په خپلو کړيو ژمنو دريږي.

نوموړي زياته : (( موږ خو پخوا هم ويلي و، چې بريا زموږ ده، دا دى نن بريالي شوي يو، خو داسې به نه کينو د خپلو ختيځوالو حقوق به هم له ډاکټرغني غواړو.))

هغه وايي ، له ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه يې په ټاکنو کې هم ملاتړ کړى و او اوس به د ښې حکومتدارۍ په برخه کې هم ټول ختيځوال د نوموړي ملاتړ کوي.

د جشن يوبل ګډونوال انجنير زلمي پژواک اژانس ته د ډاکټر غني پر ولسمشر کېدو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې ټول سياسي حزبونه او مشران يې بايد ملاتړ وکړي.

نوموړي وويل، چې د هېواد بحراني حالاتو ته په کتو سره ډاکټر اشرف غني احمدزى د هېواد لپاره يو ښه ولسمشر کېدلى شي.

انجنير زرغون شاه زرغون هم د جشن ګډونوال و، نوموړي پژواک ته وويل چې که هر ډول سياسي معامله ترسره شوې، خو اوس به د خپل مشر ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه ملاتړ کوي.

نوموړي وويل: (( زموږ هدف د ډاکټر اشرف غني ولسمشر کول وو ، دا دى ولسمشر شو او پاتې شوه د دندو خبره ، ډاکټر غني خو په يواځې ځان څه نه شي کولى، په حکومت کې عبدالله ته هم اړتيا ده عطاء محمد نور ته هم او نورو ته هم .))

د جلال اباد ښار اوسېدونکى ريدي ګل هم خوښي څرګندوي او وايي چې که څه هم په ټاکنيز بهير کې ګڼې ستونزې راولاړې شوې، خو بيا هم خوښ دى چې د هېواد د ولسمشر په توګه ډاکټر محمد اشرف غني احمدزى ټاکل شوى او په نږدې وخت کې د لوړې مراسم ترسره کوي.

د غونډې په پاى کې پر ښاريانو او ګډونوالو ميټايي ووېشل شوه او د موسيقۍ پروګرام هم نيول شوى و.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.