جلال اباد (پژواک ،۲۷ سلواغه ۹۳): د ننګرهار د ولايتي شورا مړه شوې وکيله انګېزه شينوارې په داسې حال کې خاورو ته وسپارل شوه، چې د ننګرهار سرپرست والي او د ولايتي شورا وکيلانو د هغې په درملنه کې حکومت په بې غورۍ تورن کړ.
انګېزه شينوارې د سلواغې په ۲۱مه په جلال اباد ښار کې د ماين چاودنې پېښه کې ټپي شوه، چې له لومړنۍ درملنې وروسته د کابل د "سردار محمد داوودخان" روغتون ته يوړل شوه او تېره شپه په دوولسو بجو يې په روغتون کې ساه ورکړه .