مدني بنسټونه : حکومت دې مسلکي کابينه اعلان کړي

جلال اباد ( پژواک، ٢٠ مرغومى ٩٣ ) : د ننګرهار ولايت د مدني ټولنو بنسټونو له ملي يووالي حکومت څخه وغوښتل چې ختيځ زون ته د خپلو حقوقو په ورکولو سره مسلکي کابينه اعلان کړي.
د ننګرهار د مدني بنسټونو يوه ګډه غونډه د مرغومي په ٢٠مه، په جلال اباد ښار کې جوړه شوه، چې په کې ديني عالمانو ، ځوانانو او د يادو بنسټونو استازو برخه اخيستې وه.
د ننګرهار د درملو پلورونکو د اتحاديې مشر حاجي نجيب الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى دغه غونډه د دې لپاره جوړه کړې وه، څو د ملي يووالي حکومت مشرانو ته د ټاکنيزو کمپاينونو پر مهال خپلې کړې ژمنې ورپه يادې کړي.
هغه ددې غونډې په پاى کې شپږ ماده ييز پرېکړه ليک ولوست، چې په کې له ملي ووالي حکومت څخه  غوښتل شوي چې د کمپاينونو پر مهال  په خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.
په پرېکړه ليک کې راغلي چې ولس په پراخه کچه په ټاکنو کې برخه واخيسته او په پايله کې يې د ملي يووالي حکومت جوړ شو، اوس ځينې کړۍ غواړي چې په دې حکومت کې ځان ځاى کړي او رښتيني کدورنه له خدمت څخه لرې وساتي.
د ننګرهار د مدني بنسټونو په  پرېکړه کې ليک کې راغلي چې ولس د ښې کابينې لپاره ډېر انتظار کړى او د دې لپاره نور هم د زهرو دغه ګوټ څښلى شي، خو حکومت دې له سمتي، قومي، ژبني او ډله ييزو تعصبونو پرته سمه مسلکي کابينه وړاندې کړي.
په پرېکړه ليک کې راغلي چې ملت نور زغم له لاسه ورکړى او د نادودو او ناکردو پر وړاندې چوپ نه شي پاتې کېداى.
د ننګرهار د مدني ټولنو بنسټونو په دغه پرېکړه ليک کې ګواښنه کړې، چې که مشران په خپلو ژمنو ونه دريږي او ختيځ زون ته خپل حقوق ورنه کړي، نو دوى به  په لاريونونو لاس پورې کړي.
د مدني ټولنې يوتن فعال ډاکټر خوشحال تسل د ملي يووالي د حکومت له مشرانو وغوښتل چې د کابينې تر اعلان وروسته دې ختيـځې سيمې ته سفر وکړي او په دې ولايتونو کې دې اصلاحات راولي.
 هغه پژواک اژانس ته وويل چې په دې سيمه کې فساد زيات شوى او حکومت دې ژر تر ژره د مفسدو چارواکو دوسيې څارنوالۍ ته ولېږي.
نوموړي زياته کړه، چې يواځې د بې کفايته چارواکو له دندو ګوښه کول، د ولس باور نه شي پياوړى کوى او دا کسان دې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.