Add new comment

9 PCs close offices over Wolesi Jirga decision

جلال اباد_اسعداباد (پژواک، ٩ سلواغه ٩٣): د ختيځو څلورو ولايتونو ولايتي شوراګانو هم د ولسي جرګې د پرېکړې په غبرګون کې خپل دفترونه وتړل.
ولسي جرګې پرون (د سلواغې ٨مه) د ولايتي شوراګانو د نظارت قانون پاس کړ چې له  مخې يې دوى نور له دولتي کارونو څار نه شي کولى.
د ننګرهار د ولايتي شورا په دفتر کې غونډه وشوه چې په کې د ولسي جرګې د پرونۍ پرېکړې په غبرګون کې د ولايتي شورا د دفتر د تړلو پرېکړه وکړه.
د ولايتي شورا منشي اجمل عمر وويل، که چېرې د ولايتي شوراګانو واک اخيستل کېږي، نو د دوى د دفترونو شتون بې معنا دى.
هغه زياته کړه چې حکومت بيا ولې بېځايه پر دغو دفترونو لګښتونه کوي او د دوى وخت هم ضايع کوي.
دى وايي: ((دغه پرېکړه دوى ته د منلو وړ نه ده، تر دې به دا ښه وي چې په ټول هېواد کې ولايتي شوراګانې منحل اعلان شي.))
اجمل وويل چې دوى د خپل دغه حق ترلاسه کولو په موخه خپل دفتر تړي او له خلکو غواړي چې له دولت سره پرېکون اعلان شي.
بلخوا د کونړ د ولايتي شورا رييس دين محمد پيلوټ  پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى هم د ولسي جرګې د پرېکړې  په غبرګون د ولايتي شورا دروازې وتړلې
ده وويل چې ولايتي شورا غړي د ولس استازي دي او بايد حق ولري چې د حکومت پر ځينو چارو او پروژو څار ولري.
پيلوټ وويل: ((موږ به تر هغه کاري اعتصاب کوو چې ولسمشر په دې اړه ډاډ  نه وي راکړى او هيله ترې لرو چې ياد  قانون توشېع نه کړي.))
دغه راز د نورستان والي حافظ عبدالقيوم هم پژواک اژانس ته وويل چې د دغه ولايت د ولايتي شورا وکيلانو د ولسي جرګې د پرونۍ پرېکړې په احتجاج کې خپل دفتر تړلى دى.
د لغمان د ولايتي شورا منشي حاجي ظاهر حسين خېل هم پژواک ته وويل چې نن سهار يې د يوې بېړنۍ غونډې په ترڅ کې له نورو ختيځو ولايتونو سره په همغږۍ د خپل دفتر تړلو پرېکړه وکړه.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.