Angiza Shinwari succumbs to injuries in Kabul

جلال اباد ( پژواک، ٢٧ سلواغه ٩٣ ) : د ننګرهار د ولايتي شورا غړې انګېزې شينوارې چې په چاودنه کې ټپي شوې وه، په روغتون کې د سختو ټپونو له امله  ساه ورکړه.
انګېزه شينوارې د سلواغې په ۲۱مه د جلال اباد ښار کې د ماين چاودنې په پېښې کې ټپي شوه، چې له لومړنۍ درملنې وروسته د کابل د "سردار محمد داوودخان" روغتون ته يوړل شوه.
چارواکو ويلي وو چې دا پېښه د نوموړې په موټر کې د ځای پر ځای شوي ماين د چاودنې له امله رامنځ ته شوې وه، چې موټر چلوونکی يې په کې وژل شوی و او د "بي بي حوا لېسې" پنځه زده کوونکې هم په کې ټيانې شوې وې.
د انګيزې شينوارې د ترور زوی نويد شينواري د سلواغې په ۲۷مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نوموړې تېره شپه کابو دوولس بجې په روغتون کې ساه ورکړه.
هغه زياته کړه: (( تېره ورځ ډاکټرانو په روغتون کې د نوموړې عمليات وکړل او دوېيمه پښه يې هم ترې قطع کړه، خو د شپې کابو دوولس بجې وې چې فشار يې را ټيټ  او ساه يې ورکړه.))
نويد شينواري وويل چې د وکيلې انګيزې يوه پښه درې ورځې مخکې د عملياتو پر مهال قطع شوې وه او تر هغه وروسته يې وضعيت ښه ښودل کېده، خو دويمه پېښه يې د کم فشار له امله تېره ورځ قطع شوه.
د نوموړي په وينا، د چاودنې په ترڅ کې د دې وکيلې پښو ضربه لېدلې وه او ډاکټرانو يې پرېکول حتمي بللي وو.
د ننګرهار د ولايتي شورا غړي ذبيح الله زمري چې له انګېزې شينوارې سره په روغتون کې و ، پژواک اژانس ته تاييد کړه چې  نوموړې وکيلې تېره شپه په روغتون کې ساه ورکړې ده.
د هغه په وينا، د انګيزې د جنازې مراسم به نن تر غرمې وروسته په دوو بجو د جلال اباد ښار په شېرزي لوبغالي کې ترسره شي.
۳۳ کلنه انګېزه شينوارې د ننګرهار د شينوارو ولسوالۍ اوسېدونکې ده، چې د ولايتي شورا په تېره او اوسنۍ دوره کې وکيله وه او تر وکالت مخکې يې د مدنې فعالې او ژورنالېستې په توګه دندې ترسره کړې دي.
د ننګرهار د ولايتي شورا يو شمېر وکيلانو، د مدني ټولنې فعالانو او ځايي اوسېدونکو په ټولنيزو رسنيو کې د نوموړې پر وژل کېدو خواشيني ښودلې او د هغې مړينه يې ضايعه بللې ده.
تر دې مخکې د ننګرهار د ولايتي شورا منشي اجمل عمر له پژواک سره په خبرو کې ويلي و چې حکومت بايد   پر انګېزې شينوارې د شوې چاودنې د څرنګوالي په اړه جدي څېړنې وکړي او عاملين يې د قانون منګلو ته وسپاري.
بله خوا د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د انګيزې په مړينې خواشيني څرګنده کړې ده.
ددغې ادارې له خوا پژواک اژانس ته په يوه رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د انګېزې شينوارې مړينه د ټولې سيمه ييزې حکومتولۍ لپاره خواشينونکی خبر دی.
ددې ادارې سرپرست مشر متين بيګ ويلي، چې د ننګرهار په ولايتي شورا کې به د انګېزې شينوارې د فعاليتونو تشه د تل لپاره محسوسه وي .
د سيمه ييزو اورګانونو خپلواکې ادارې له امنيتي اورګانونو غوښتنه کړې چې د ولايتي شوراګانونو د استازو د امنيت ټينګښت ته لا ډېره پاملرنه وکړي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.