جلال اباد (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۹۴): د ننګرهاروالي وايي هڅه کوي هغه مرسته کوونکې موسسې له حکومتي ادارو سره همغږې کړي چې پر خپل سر پروژې تطبيقوي.
والي سليم خان کندوزي دا څرګندونې د چنګاښ په ۱۰مه د "يو اېن هبيتات" له مسوولينو سره د څلورو ميليونه ډالرو په ارزښت د دوو پروژو د تړون د لاسليک پر مهال وکړې.
د دغه تړون پر بنسټ په دوو پروژو کې يو اېن هبيتات د جلال اباد له ښاروالۍ سره د ښار او قاسم اباد ښارګوټي لارې، کوڅې رغوي، ويالې به يې پاکوي او نوي پلچکونه به ورته جوړوي.