د ننګرهار خلک: نوى والي دې د اقتصادي مافيا مخه ونيسي

جلال اباد (پژواک، ۱٢ غبرګولی ۹۴): د ننګرهار د ولايتي شورا يو شمېر غړي او اوسېدونکي له نوي والي غواړي چې د اقتصادي مافيا مخنيوى دې وکړي او په سيمه ييزو سياستونو کې دې بې پرې پاتې شي.
سليم خان کندوزي چې ويل کېږي د ننګرهار د پخوانيو واليانو په څېر سياسي او قومي ملاتړ نه لري، د روانې اوونۍ په لومړيو کې د دغه ولايت د والي په توګه دنده پيل کړه.
د ده تر ټاکل کېدو مخکې پخواني سرپرست والي مولوي عطاءالله لودين د اقتصادي مافيا پر وړاندې د نا توانۍ او ورته نورو ننګونو په پلمه استعفا وکړه.
د ننګرهار د ولايتي شورا منشي اجمل عمر پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت يو شمېر مافيايي کړۍ له همدې اوسه غواړي والي په خپلو منګلو کې ونيسي.
عمر د ننګرهار د نوي والي پر وړاندې د شته ننګونو يادونه داسې کوي: ((دلته اداري فساد په اوج کې دی، اول بايد د دې مخه ونيسي، اقتصادي مافيا حاکمه ده، ټول قراردادونه يوازې د دوی دي.))
د ولايتي شورا منشي د يادو مافيايي کړيو نومونه افشا نه کړل، خو يادونه يې وکړه چې "دا کړۍ غواړي والي يرغمل کړي، يانې تر خپل اغېز لاندې يې راولي."
هغه زياتوي: ((والي صېب ته مو مخامخ ويلي چې د ننګرهار له سياستونو لرې پاتې شي، دلته څو کورنۍ په سياست او واک کې دي، که والي يوه ته لاس ورکړي، بل خپه کېږي او ستونزې به رامنځ ته شي، نو په کاره ده چې له دغو سياستونو لرې پاتې شي، که نه په ننګرهار کې به يې شپې کمې وي.))
بلخوا د ننګرهار د ولايتي شورا مرستيال ډاکتر ناصر کامه وال بيا د والي پر وړاندې دغو ننګونو ته اشاره کوي: ((د ځمکو د غصب، د ادارو تر منځ نه همغږي، په اداره کې له کلونو راهيسې د يو شمېر چارواکو پاتې کېدل او اداري فساد.))
کامه وال پژواک اژانس ته زياته کړه، نوي والي ته يې ويلي، هغه چارواکي بدل کړي چې له کلونو راهيسې پر خپلو دندو پاتې دي.
نوموړي د اقتصادي مافيا د شتون په اړه اندېښنه وښوده چې اقتصادي چارې يې انحصار کړي او ښايي دا چاره د ولايت مقام پر وړاندې سر خوږی وي.
د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د څلورم ټولګي محصل عبيد جبارخېل  پژواک اژانس ته وويل چې د نوي والي پر وړاندې ننګونې تر هغې ډېرې دي چې فکر کېږي.
د هغه په وينا، په ختيځ کې په ځانګړي ډول ننګرهار کې د هوا په تودېدو  ناامني ډېرېږي، خو د امنيتي ادارو تر منځ همغږي نشته نو دا چار به والي وننګوني.
نوموړي زياته کړه: ((د دې ولايت واګې د څو کورنيو په لاس کې دي او دا کار تل د واليانو چارې ټکنۍ کوي.))
د جلال اباد ښار  اوسېدونکي محمود پژواک اژانس ته وويل چې د نوي والي پر وړاندې به ځکه ننګونې ډېرې وي چې په دغه ولايت کې لا هم مافيايي کړۍ حاکمې دي.
نوموړي له ولسمشرۍ ماڼۍ غوښتنه وکړه چې له دې وروسته په ولايتي کچه له خپلو ادارو سياسي ملاتړ ډېر کړي، څو زورواکي ونه توانېږي د هغوی د کارنو مخه ونيسي.
د ننګرهار نوي والي سليم کندوزي تر دې  مخکې په ننګرهار کې د دندې په تړاو د قومي مشرانو په غونډه کې اعلان کړی و چې امنيت، اداري فساد او د ځمکو د غصب مخنيوی يې کاري لومړيتوبونه دي. خو په دې برخه کې يې د ولايتي شورا او ولسونو همکاري اړينه بللې وه.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.