Add new comment

والي: وسله وال مخالفين له امنيتي ځواکونو سره  مخامخ جګړه نه شي کولاى

جلال اباد (پژواک، ۱۱ غبرګولی ۹۴): د ننګرهار والي وايي، د دولت وسله وال مخالفين په غلچکي بريدونو کې ملکي وګړي په نښه کوي، خو له  امنيتي ځواکونو سره د جګړې توان نه لري.
والي سليم خان کندوزي چې نن يې په ننګرهار کې د عامه نظم يو شمېر پوليسو ته د ستاينليکونو د ورکړې په مراسمو کې خبرې کولې، وويل : " دښمن په غلچکيو او بزدلانه بريدونو سره يواځې عام خلک په نښه کوي، دوی له افغان سرتېرو سره  مخامخ جګړه نه شي کولای او نه يې توان لري."
ده د ننګرهار خلکو  ته ډاډ ورکړ او ويې ويل، امنيتي ځواکونه کولاى شي چې د خلکو ژوند خوندي کړي.
هغه زياته کړه: " تاسو ولېدل چې پر امنيه قوماندانۍ بريد يې څه ډول شنډکړ، بريدګرو ډېر غټ پلان درلود،خو ونه توانېدل او ټول ووژل شول."
د راپورونو له مخې ، وړمه شپه د ننګرهار پر امنيه قوماندانۍ ډله ييز وسله وال بريد د پنځو بريدګرو په وژنه او د ۱۱ پوليسو پر ټپي کېدوپاى ته ورسېد.
 سليم خان کندوزي، د عامه نظم يو شمېر هغو سرتېرو ته ستاينليکونه ورکړل چې د بېلا بېلو پېښو پر مهال يې له ځانه وړتيا ښودلې ده.
  د ولايتي شورا رييس احمدعلي حضرت له والي غوښتنه وکړه چې د عامه نظم پوليسو ته ترفيع ګانې منظورې او د اوسېدو لپاره يې د ځمکو نومرې ورکړي.
والي هم د احمدعلي حضرت دغه غوښتنه ومنله.
 په ننګرهار کې د عامه نظم پوليسو قوماندان مل پاسوال نصير احمدساپی پژواک خبري اژانس ته وويل چې يو شمېر دغو سرتېرو ته يې ځکه ستاينليکونه ورکړل چې د دندو پر مهال يې لاسته راوړنې درلودلې .
هغه وويل: " زموږ يوه سرتېري په يواځې سر په خوږياڼو ولسوالۍ کې د لسګونو وسله والو سره جګړه کړې، ټپي شوی هم وو خو پوسته يې له سقوطه وساتله، همدا يوه بل سرتېري د شينوارو په زون کې د وسله والو ۳۰۰ متره لوړ بېرغ ښکته کړی او پر ځای يې د افغانستان بېرغ لګولی، نو موږ نن د دغو سرتېرو ستاينه وکړه .))
د عامه نظم يو سرتېری دويم څارن وحيدالله وويل، خوشحاله دی چې د ولايتي ادارې له خوا د پوليسو قدرداني کېږي.  د ده په خبره افغان سرتېري د هېواد د ساتلو جوګه دي او پر دې وياړي، چې د خپلې خاورې ساتنه کوي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.