Ex-PC secretary shot dead in Nangarhar

جلال اباد (پژواک، ١٠ چنګاښ ٩٤): د ننګرهار د ولايتي شورا پخوانى مرستيال او ديني عالم مفتي معين شاه د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوى دى.
د دغه ولايت د والي وياند احمدضياء عبدالزي د چنګاښ په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه پرون نږدې ماښام په غني خېلو ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې د ولايتي شورا پخوانى مرستيال او ديني عالم مفتي معين له جلال اباد ښاره خپل کور ته پر لاره و چې د غني خېلو ولسوالۍ د مارکو په سيمه کې نامعلومو وسله والو پرې ډزې کړې او وژلى يې دى.
د نوموړي په وينا، دى په خپل موټر کې روان و او ورسره خوا کې له بل موټره پرې ډزې شوې او بريد کوونکي په تېښته بريالي شوي دي.
عبدالزى وايي چې د ننګرهار والي سليم کندوزي د مفتي معين شاه وژنه غندلې او اړوندو مسوولينو ته يې د جدي پلټنو امر کړى دى.
د ننګرهار د ولايتي شورا غړي ذبيح الله زمرى هم د مفتي معين شاه وژل کېدل تاييدوي او زياتوي چې هغه نه يواځې يو ښه ديني عالم و، بلکې په تېره دوره کې يې د ولايتي شورا د غړي په توګه د خلکو ښه خدمت هم کړى دى.
هغه په ننګرهار ولايت کې د نا امنيو په زياتېدو اندېښنه څرګنده کړه او له حکومته يې وغوښتل چې د خلکو امنيت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د يادونې ده، مفتي معين شاه د ننګرهار ولايت له سيمه ييزې راډيو ديني خپرونې درلودې.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.