جلال اباد ښار کې د څلورو ميليونه ډالرو په ارزښت پروژې پلې کېږي

جلال اباد (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۹۴): د ننګرهاروالي وايي هڅه کوي هغه مرسته کوونکې موسسې له حکومتي ادارو سره همغږې کړي چې پر خپل سر پروژې تطبيقوي.
والي سليم خان کندوزي دا څرګندونې د چنګاښ په ۱۰مه د "يو اېن هبيتات" له مسوولينو سره د څلورو ميليونه ډالرو په ارزښت د دوو پروژو د تړون د لاسليک پر مهال وکړې.
د دغه تړون پر بنسټ په دوو پروژو کې يو اېن هبيتات د جلال اباد له ښاروالۍ سره د ښار او قاسم اباد ښارګوټي لارې، کوڅې رغوي، ويالې به يې پاکوي او نوي پلچکونه به ورته جوړوي.
والي کندوزي زياته کړه چې له دغو پروژه يوه يې د درېيو ميليونه ډالرو او بله يې د يوه ميليون ډالرو په ارزښت ده چې د لومړۍ هغې له مخې به د ښار ۳۰ کيلومټره ويالې، ۱۹ کوڅې او د ۵۰۰ سوو مترو په اندازه بېلابېل پلچکونه جوړ شي.
هغه د پژواک اژانس د دې خبرې په ځواب کې چې ويل کېږي په ننګرهار کې يو شمېر موسسې پر خپل سر پروژې تطبيقوي، وويل: ((ما پر دې مسئله کار پيل کړی څو تر دې وروسته مرسته کوونکي نه بايد پر خپل سر پروژې تطبيق کړي.))
د ده په وينا، له ټولو مرسته کوونکو موسسو سره يې په همدې تړاو غونډه کړې او سپارښتنه يې کړې ده چې تر دې وروسته دې له اړوند سکټوري ادارو سره خپلې پروژې همغږي کړي.
په افغانستان کې د يو اېن هبيتات مشر ډاکتر متيو فرينچ (Mathew Frenchd ) په ياده غونډه کې وويل: ((غواړو د دغو پروژو په تطبيق سره خلکو ته په دايمي توګه ګټه ورسوو.))
نوموړي يادونه وکړه چې يادې پروژې له ښاروالۍ سره په شريکه ترسره کوي او موخه يې خلکو ته د اسانتياوو برابرول دي.
بلخوا د ننګرهار سرپرست ښاروال انجنير عبدالحکيم وويل چې يادې پروژې به ډېر ژر پيل شي، ۳۰ سلنه کارونه به يې په قاسم اباد ښارګوټي کې وي او پاتې به د جلال اباد په ښار کې تطبيقېږي.
سرپرست ښاروال تاييده کړه: ((له يو اېن هبيتات پرته يو شمېر مرسته کوونکې موسسې دي چې د کار پر ځای له موږ سره له مشورې پرته خپلې مرستې د ظرفيت لوړونې په نوم لګوي.))
انجنير عبدالحکيم دا هم وويل چې د يادو پروژو لپاره لومړی کليوالې شوراګانې جوړوي او وروسته يې کارونه پيلوي، خو د کارونو د پيل او پای دقيقه نېټه يې اعلان نه کړه.
بلخوا د ولايتي شورا مرستيال ډاکتر ناصر کامه وال له ښاروالۍ غوښتنه وکړه چې د يادو پروژو په تطبيق کې هغو سيمو ته لومړيتوب ورکړي چې اړتيا يې ډېره ده.
هغه د يو اېن هبيتات له مرستو او همکاريو مننه وکړه چې په وينا يې له ډېرې مودې راهيسې د جلال اباد له ښاروالۍ سره په همغږۍ پروژې تطبيقوي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.