د ننګرهار والي : د پوهنې تدريسي ماحول خراب دى

جلال اباد ( پژواک، ١٤ غبرګولى ٩٤ ) : د ننګرهار نوى والي وايي چې په دې ولايت کې د ښوونځيو د زده کوونکو د ازموينې ماحول خراب او زده کوونکي يې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي د غبرګولي په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې سليم کندوزى نن  په ناببره توګه د جلال اباد ښار له بېلا بېلو ښوونځيو څخه ليدنه وکړه.
د هغه په وينا، د ننګرهار والي له ښوونځيو څخه کتنه په داسې حال کې تر سره کړه، چې د ولايت مرستيال محمد حنيف ګرديوال، د پوهنې رييس استاد الله داد اسماعيلزی او تدريسي مرستيال اول ګل ابوزاهد هم ور سره ملګري وو.
عبدالزى وايي چې د ننګرهار والي د جلال اباد ښار د بي بي عايشې د نجونو له لېسې څخه د ليدنې پر مهال  د ازموينې او  تدريس پر ماحول نيوکه وکړه.
والي زياته کړه : (( زده کوونکو ته بايد د تدريس لپاره ښه ماحول برابر شي، ولې د بي بي عايشې لېسې د صنفونو نظافت نه دی مراعات شوی او هم يې زده کوونکو ته د دغې لېسې د پاک ساتلو روحيه نه ده ورکړل شوې.))
د بي بي عايشې لېسې يوې زده کوونکې د دې لېسې د برېښنا نه شتون او د څوکيو له کمښت څخه والي ته شکايت وکړ.
زده کوونکو داهم وويل، چې د ازموينې پرمهال په ټولګيو کې برېښنا نه وي، چې د ګرمۍ له امله دوى له ستونزو سره مخ دي او د ننګرهار له والي څخه يې په دغه برخه کې د اجراتو غوښتنه وکړه.
عبدالزى وايي، دغه راز د ننګرهار والي او ورسره پلاوي يې د عبدالوکيل لېسې د ازموينې له صحنې څخه په ناڅاپي ډول  ليدنه وکړه

هغه له ښوونکو او زده کوونکو سره د خبرو پر مهال په ډاګه کړه، چې په هېواد کې د پوهنې کچه د کميت له مخې لوړه شوې خو د زده کړې لپاره يې مناسب ماحول او پاملرنه نه ده شوې.

ده وويل، چې زده کوونکي د ازموينې پرمهال تر شنه اسمان لاندې او په لنده بل ځمکه ناست او ازموينه ورکوي، چې دا صحنه د زده کوونکو په روحيه باندې ښه اغېز نه کوي.
د عبدالوکيل لېسې يوه  زده کوونکي والي ته شکايت وکړ، چې د ټولو مضامينو ازموينې يې په دغه سره لمر کې تېرې کړې، چې زده کوونکي يې په بېلابېلو ناروغيو اخته کړي دي.

د ننګرهار والي د پوهنې رياست مسوولينو ته لارښوونه وکړه، چې بايد زده کوونکو ته ښه فضا برابره شي او ازموينه ترې واخيستل شي.
ده ډاډ ورکړ چې دغو ستونزو د حل په موخه به اړونده ادارو ته لازمې سپارښتنې وکړي.
د ننګرهار د ولايتي شورا منشي اجمل عمر هم وايي چې د ننګرهار د پوهنې بهير له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دى.
هغه پژواک ته وويل چې دا ستونزې د جلال اباد ښار ترڅنګ په لرو پرتو سيمو کې بيا ډېرې دي.
عمر وايي چې په دې ولايت کې سلګونه ښوونځي ودانۍ نه لري اوپه لرو پرتو سيمو کې د ښوونکو شمېره هم کمه ده.
اجمل عمر زياتوي چې د پوهنې رياست د ناسم مديريت له امله دوى نه دي توانيدلي چې دا ستونزې هوارې کړي.
د ننګرهار د پوهنې رياست وياند اصف شينوارى هم مني چې په دې ولايت کې يو شمېر ستونزې شته  خو زياتوي چې دوى يې د هواري لپاره  هلې ځلې کړې دي.
هغه پژواک ته وويل چې په دې ولايت کې د ښوونځيو شمېره نږدې زرو ته رسېدلې، خو ډېرى يې ودانۍ نه لري .
نوموړي د عبدالوکيل لېسې ته په اشارې سره وويل چې هلته څلور زره زده کوونکي دي، خو انګړ  يې درې بسوې دى .

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.