کابل (پژواک، ١٤ تله ٩٧): د ملي امنيت لوى رياست وايي چې منسوبينو يې په ننګرهار ولايت کې څلور کسان له نږدې څلورنيم زره سټېکرونو سره نيولي دي.
په کابل کې د ملي امنيت لوى رياست له خوا د تلې په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دوى ځانګړو ځواکونو پر تذکرو لګېدونکې سټېکرونه د ننګرهار ولايت په تورخم ښارګوټي کې له څلورو کسانو سره نيولي دي.
سرچينې زياته کړې، نيول شوو کسانو اعتراف کړى چې دغه جعلي سټېکرونه يې د پاکستان په پېښور ښار کې جوړ شوي او پلان يې درلود چې کابل ته يې ولېږدوي.