Add new comment

لاريون کوونکي : بې هويته تذکرې نه اخلو او د وېش مخنيوی يې کوو

جلال اباد(پژواک،۱۵وږی۹۴): په ننګرهار ولايت کې يو شمېر لاريون کوونکو له حکومت  څخه غوښتنه وکړه، چې له شرط پرته دې په برېښنايي  تذکرو کې د "افغان" او "اسلام" کلمې وليکي.
 د نفوسو د احوالو د ثبت قانون طرحه، تېر کال په ليندۍ مياشت کې د ملي شورا له لوري تصويب شوه او له هغه وروسته بيا د ولسمشر له لوري توشېح شوه، خو د ملي شورا، مدني بنسټونو او ګوندونو يو شمېر غړو په برېښنايي تذکرو کې د "افغان" کلمې د ليکلو، چې د ياد قانون پر بنسټ وېشل کېږي، غوښتنه کړې ده.
خو يو شمېر کسانو ويل  چې پر تذکرو باندې بايد د افغانستان اسلامي جمهوريت وليکل شي او دا کلمه څرګندوي، چې دا تذکره د يوه افغان ده.
د تذکرو د وېش لړۍ تر اوسه پورې نه ده پيل شوې.
په ننګرهار ولايت دوږي په ١٥مه په برېښنايي تذکرو کې د "افغان" او "اسلام" کلمې د ليکلو په موخه  سلګونو کسانو د جلال اباد ښار د مستوفيت له څلور لارې پر لاريون پيل وکړ او د ښار په واټونو کې په بېلابېلو شعارونو سره د بې هويته تذکرو د نه وېش غوښتنه يې کوله.
"مرګ پر پردي پالو"، "په تذکرو کې افغانيت او اسلاميت غواړو"، "موږ بې هويته تذکرې نه اخلو"، هغه شعارونه وو چې لاريون کوونکو يې يادونه کوله.
د ولايتي شورا غړي او د ياد لاريون يوتن تنظيمونکي ذبيح الله زمري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه  سلګونه ختيځ مېشتي لاريون کوونکي په تذکرو کې د"افغان" او "اسلام" کلمو د نه ذکر په غبرګون لاريون کړی دی.
زمري يادونه وکړه: (( موږ د حکومت او نظام ملاتړي يو، خو بې هويته تذکرې نه اخلو، نبايد د پرديو د غوښتنو قرباني شوو، نو چاته اجازه نه ورکوو چې بې هويته تذکرې را ووېشي.))
د لاريون يوتن ګډونوال او د بهسودو ولسوالۍ قومي مشر ملک ولايت خان پژواک خبري اژانس ته وويل: (( حکومت دې په تذکرو کې يادې مسئلې ته جدي پاملرنه وکړي که نه د وينو سېلابونه به وګورې، ځکه دې ولس تل له "افغان" او "اسلاميته" دفاع کړې ده.))
د ولايتي شورا مرستيال ډاکټر ناصر کامه وال د لاريون په څنډه کې پژواک ته وويل: ((زموږ غوښتنه په تذکره کې افغانيت او اسلاميت دی، که نه نو موږ په ننګرهار کې د تذکرو د وېش لپاره جوړېدونکي دفتر ته اور ورته کړو.))
کامه وال زياته کړه، تر هغه به خپلو مدني فعالتونو ته دوام ورکړي، څو چې په تذکرو کې اصلاحات نه وي راغلي.
د جلال اباد د مرکزي درمسال وياند ډاکټر ارميت سنګهـ، چې له يو شمېر اهل هنودو سره يې په دې لاريون کې برخه لرله، رسنيو ته وويل: ((موږ د ننګرهار اهل هنود غواړو چې بايد په تذکرو کې د "افغان" او "اسلام" کلمه ذکر شي، ځکه موږ ټول افغانان يو.))
نوموړي ګواښ وکړ، که په تذکرو کې د دغو کلمو يادونه ونه شي د ختيځو ولايتونو د وګړو په څېر به د برېښنايي تذکرو له اخيستلو ډډه وکړي.
د لاريون په پای کې مدني فعال ډاکټر اسدالله خاليز پرېکړه ليک ولوست، چې په کې له ولسمشر او اجرائيه رييس څخه غوښتنه شوې چې له قيد او شرط پرته دې  په تذکرو کې د "افغان" او "اسلام" کلمې زياتې کړي.
په پريکړه ليک کې راغلي که په تذکرو کې اصلاحات رانه شي نو د وېش مخه به ونيسي او اجازه به ور نه کړي، چې" پردي پال د افغانانو هويت تر پوښتنې لاندې راولي."
ياد سوله يپز لاريون د جلال اباد ښار په پښتونستان واټ کې د پرېکړه ليک تر خپرېدو وروسته پای ته ورسېد.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.