Add new comment

کابل (پژواک، ١٤ تله ٩٧): د ملي امنيت لوى رياست وايي چې منسوبينو يې په ننګرهار ولايت کې څلور کسان له نږدې څلورنيم زره سټېکرونو سره نيولي دي.
په کابل کې د ملي امنيت لوى رياست له خوا د تلې په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دوى ځانګړو ځواکونو پر تذکرو لګېدونکې سټېکرونه د ننګرهار ولايت په تورخم ښارګوټي کې له څلورو کسانو سره نيولي دي.
سرچينې زياته کړې، نيول شوو کسانو اعتراف کړى چې دغه جعلي سټېکرونه يې د پاکستان په پېښور ښار کې جوړ شوي او پلان يې درلود چې کابل ته يې ولېږدوي.
د ملي امنيت رياست وايي چې دغو کسانو بيا له دې تذکرو د ولسي جرګې په ټاکنو کې د درغليو لپاره ګټه پورته کوله.
په خبرپاڼه کې راغلي چې نيول شوي کسان تر نورو څېړنو لاندې دي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.