د ننګرهار ولايتي شورا په اداري تشکيلاتو کې د بدلون  هرکلی وکړ

جلال اباد (پژواک، ٣ وږی ۹۴): د ننګرهار د ولايتي شورا استازي وايي چې د دغه ولايت په اداري تشکيلاتو کې د تغييراتو راوستو هرکلی کوي، خو نوي ګومارل کېدونکي کسان بايد مسلکي او وړ خلک وي.
وېل کېږي ولسمشر ماڼۍ غواړي چې د ننګرهار تر لسو ډېر رييسان او يو شمېر سيمه ييز چارواکي له دندو ګوښه او پر ځای يې نوی کسان وګوماري.
تېره ورځ ټاکل شوې وه چې ولسمشر غني په همدې موخه جلال اباد ته راشي، خو په ظاهر کې وويل شول چې د هوا د خرابوالي له امله د ولسمشر سفر وځنډېد.
د ننګرهار د ولايتي شورا رهبرۍ او غړو د وږي په ٣مه  په خبري کنفرانس کې وويل چې په دغه ولايت کې په پراخه کچه د تغييراتو راوستو غوښتونکي دي او په دې تړاو د ولسمشر د ممکنه اقدام هرکلی کوي.
د دغو وکيلانو په استازيتوب ذبيح الله زمري رسنيو ته وويل: ((د ننګرهار په ادارې کې دې اصلاحات راشي، په کار پوه او وطن پرسته کسان دې وګومارل شي او له ټېکه دارو چارواکو او ولسوالانو نه مو دې خلاص کړي.))
زمري دغه راز وويل چې په ننګرهار کې د نا امنيو کچه لوړه شوې، په شينوارو ولسواليو کې د وسله والو ډلو نفوذ پراخ شوی چې مرکزي حکومت بايد ورته پاملرنه وکړي.
نوموړي يادونه وکړه: ((موږ د افغان او اسلام د ليکو په شرط غواړو چې مرکزي حکومت د برېښنايي تذکرو وېش پيل کړي.))
زمري وويل: ((دلته د هر سکټور په چوکاټ کې تغييراتو ته اړتيا شته، مثلا امنیتي سکټور کې د چارواکي د رابطو پر اساس دي، د جنګ په طريقو نه پوهېږي، دوی بايد چريکي جګړې تنظيم کړي، خو د دې پر ځای په لوړ بيه پراخ عمليات کوي، طالب د عملياتو پر مهال له سيمو تښتي او تر عملياتو وروسته بېرته راستنېږي.))
تر دې مخکې د ننګرهار امنيتي چارواکو ويلي وو چې په سيمه ييزه کچه پوځي عمليات تر پلان وروسته له وزارت سره شريکوي او هغوی يې د ترسره کېدو امر کوي.
بلخوا د ولايتي شورا مرستيال ډاکټر ناصر کامه وال بيا له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې په ننګرهار کې امنيتي وضعيت مخ په خرابېدو دی او وسله وال مخالفين د ده په وينا پياوړي کېږي.
نوموړي د شينوارو په ولسواليو کې جګړو ته په اشارې يادونه وکړه چې د وسله والو ډلو په په لمنځي جګړو کې ځايي خلکو ته مرګ ژوبلې اړوي او ډېر يې بې کوره شوي دي.
نوموړي هم د دغه ولايت په اداره کې د تغييراتو راوستلو هرکلی وکړ.
د ولايتي شورا بل غړي سهراب قاري پژواک ته وويل چې ښايي ولسمشر هغه سيمه ييز چارواکي ګوښه کړي چې په فساد کې لاس لري خو په دې تړاو يې ډېر جزئيات ور نه کړل.
نوموړي زياته کړه چې په دغه ولايت کې اداري فساد شته او د ده په خبره په لوړه کچه په کې کسان ښکېل دي خو د ننګرهار ولايتي ادارې ډېر کله په دې تړاو رپوټونه ردوي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.