جلال اباد (پژواک، ٧ سلواغه ٩٣): ناپېژانده وسله والو په ننګرهار ولايت کې د يوه قومي مشر په ګډون دوه وروڼه وژلي دي.
د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي د سلواغې په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار شاوخوا نهه بجې د کوټ په ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې د يادې ولسوالۍ د جاتو کلا په سيمه کې دوه وروڼه پيتاوي ته ناست وو چې ناپېژانده وسله والو پرې ډزې کړې او دواړه يې وژلي دي.
عبدالزي وويل چې وژل شوي وروڼه ملک محمدامين او بل يې محمدزمين نومېدل او ملک امين د سيمې قومي مشر و.
دى وايي چې دوى شخصي ستونزه او له دولت سره کومه اړيکه نه لرله او پوليسو يې د وژنې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
Add new comment