Add new comment

د ننګرهار د ولايتي شورا د برياليو کانديدانو د لوړې مراسم ترسره شول

جلال اباد ( پژواک، ١٠ لړم ٩٣ ) : د ننګرهار ولايتي شورا د برياليو کانديدانو د لوړې مراسم ترسره شول، خو چارواکي او د مدني ټولنو يو شمېر فعالان له وکيلانو غواړي چې د ولايتي شورا غړي دې د قانون په چوکاټ کې عمل وکړي.

د ننګرهار ولايتي شورا ١٩ برياليو کانديدانو ته نن د لړم په ١٠مه د ننګرهار د والي له لوري لوړه ورکړل شوه او له وکيلانو څخه يې غوښتنه وکړه چې د ولس د خدمت لپاره دې له هرې ممکنه او قانوني لارو چارو ګټه پورته کړي.

والي عطاءالله لودين په غونډه کې له وکيلانو وغوښتل چې په خپل منځ کې دې سالم رقابت وکړي او ټول وکيلان پر ځاى د دې چې د ډېرو موټرو او ګڼ شمېر ساتونکو سيالي وکړي بايد د ننګرهار ولسونو ته کار وکړي.

نوموړي زياته کړه: (( لکه څرنګه چې د ننګرهار په ولايتي شورا کې ذبيح الله زمرى له يوه ساتونکي سره ګرځي او په ملي شورا کې بشردوست صيب راځي، تاسې هم ځانونه داسې کړئ.))

د والي په خبره، د ولايتي شورا برياليو کانديدانو کوم ژمنې چې د کمپاينونو پر مهال له ولسونو سره کړي، بايد پوره يې کړي او هغه مشکلات چې د دوى د صلاحيت په چوکاټ کې دي بايد حل يې کړي.

لودين زياته کړه چې له ولايتي شورا څخه د ننګرهار ګڼ شمېر اوسېدونکي نوې هيلې لري او بايد د نويو هيلو د پوره کولو لپاره ټول يو موټى شي او ولس ته خدمت وکړي.

د مدني ټولنې فعال ډاکټر خوشحال تسل هم يو شمېر ستونزو ته په اشارې سره وويل چې نوې ولايتي شورا بايد تېرې ولايتي شورا ته په کتو سره په ځان کې پوره پوره اصلاحات راولي.

دى وايي چې وکيلان بايد د هېواد د نورو ولايتونو شوراګانو ته وګوري او له هغو شوراګانو سره ځانونه په سالم رقابت کې راولي.

ده زياته کړه : (( بايد له حکومت څخه خپل حق وغواړئ، که هرات،کندهار،مزار او داسې نور خپل حق غوښتى شي بايد تاسې يې هم وغواړئ ځکه موږ رايه د همدې لپاره در کړې ده.))

د ډاکټر تسل په وينا، د ولايتي شورا ټول غړي بايد په يوه اتفاق د ننګرهار ولايت موجوده ستونزې رابرسيره او له ولايتي ادارې سره يې په ګډه د حل لارې چارې ولټوي .

د ختيځې سيمې د ليکوالو او ژورنالېستانو خپلواکې ټولنې منشي رحمت الله زيارمل هم د ولايتي شورا له برياليو وکيلانو وغوښتل چې د پخوانۍ ولايتي شورا غوندې پر رياست او يو شمېر نورو څوکيو دې لانجې نه کوي.

دى وايي : (( پخوا هم په رياست باندې سره بحثونه وشول، مشکلات راولاړ شول نو په کار ده چې اوس داسې ونه شي.))

زيارمل وايي چې وکيلان دې په ادارو کې د خپلو اقاربو د مقررۍ پر ځاى ټول ولس ته کار وکړي او که چېرې په ادارو کې د مقررۍ خبره وي نو بايد د وړ اشخاصو مخه ونه نيسي.

د نوموړي په وينا، د ولايتي شورا وکيلان که چېرې په اساسي ډول د ولس خدمت ته مټې ونغاړي ، نو د ستونزو په کچه کې به جوت بدلون راشي او ولس به په راتلونکي کې هم همدوى ته رايه ورکړي.

زيارمل وويل: (( بايد له ډلو ډل بازيو څخه تېر شي، پخوا دا مشکل ډېر و، راځئ دا ځل ټول سره يوه ډله شئ او په شريکه کار وکړئ.))

د ولايتي شورا بريالي کانديد ډاکټر ناصر کاموال پژواک خبري اژانس ته وويل چې دى به هڅه کوي و تر څو هغه ژمنې پوره کړې کومې چې ده د کمپاين پر مهال کړې وې.

ده زياته کړه: (( زما موخه يواځې او يواځې ولس ته خدمت دى، دا چې له هرې قانوني لارې يې کوم دا به راتلونکى په ډاګه کړي.))

د کاموال په خبره، چې ولس پرې باور کړى او که چېرې ولس يې تر شا همداسې درېدلى پاتې شي، نو دوى به تر اخري بريده هڅه کوي او د دوى د خدمت چوپړ به کوي.

د ولايتي شورا بل بريالى کانديد استاد اسرار الله مراد پژواک خبري اژانس ته وويل چې په پخوانۍ ولايتي شورا يو شمېر نيوکې موجودې وې ، چې په کې ډلې جوړې شوي خو دوى به هڅه کوي چې د ډلو مخه ونيسي.

نوموړي زياته کړه: (( هغه کورنۍ چې ډلې جوړوي له هغوى هم هيله کوو چې ډلې ډل بازيو ته لاره هواره نه کړي.))

د مراد په خبره، چې د ولايتي شورا وکيلان بايد د ولس رايې ته وګوري او خپل وخت عبث تېر نه کړي.

ياده دې وي د ننګرهار ولايتي شورا ټولې ١٩ څوکۍ لري چې په يادو څوکيو کې يې څلور د ښځو لپاره ځانګړې شوې دي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.