Add new comment

Ghani holds video conference with governors

جلال اباد (پژواک، ٢٥ سلواغه ٩٣): د ننګرهار والي ولسمشر غني ته ويلي، چې په تورخم کې د فوايد عامې وزارت په تله کې هره مياشت د ١٤٣ ميليونو افغانيو فساد کېږي.
ولسمشر اشرف غني د سلواغې په ٢٥مه، د يوه ويډيو کنفرانس له لارې د هېواد د څلورو ختيـځو ولايتونو له واليانو سره پر بېلابېلو موضوعګانو خبرې وکړې.
د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي د سلواغې په ٢٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کنفرانس، نن له غرمې مخکې سهار شاوخوا لس بجې په لاره اچول شوى و.
هغه زياته کړه، په دغه کنفرانس کې چې د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې جوړ شوى و، د ننګرهار، لغمان‌، نورستان او کونړ د واليانو تر څنګ امنيه او د ملي اردو قوماندانانو او نورو مسوولينو برخه اخيستې وه.
عبدالزي وويل چې ولسمشر محمداشرف غني، د دغه کنفرانس له لارې له يادو مسوولينو سره د ختيځ زون د امنيتي وضعيت، حکومتولۍ او پر پراختيايي برخو خبرې اترې وکړې.
د هغه په وينا،په دغه کنفرانس کې د يادو واليانو له خوا په يادو برخو کې ولسمشر ته معلومات او وړانديزونه ورکړل شول.
د ننګرهار سرپرست والي مولوي عطاء الله لودين، ولسمشر څخه په ختيځ زون کې د امنيتي ځواکونو د همغږۍ د يوه لوى مرکز د جوړولو غوښتنه وکړه، چې د ممکنه پېښو پر مهال لاس په کار شي.
نوموړي دغه راز په ختيځ کې د يوه قوي هوايي ځواک د شبکې غوښتنه هم کړې، چې د اړتيا پر مهال له همدې ځايه اکمالات او عمليات ترسره کړي.
دغه راز لودين ننګرهار ولايت ته د سيمه ييزو او ملي پوليسو د تشکيلاتو د زياتولو، د پوليسو د کمبوداتو د پوره کولو او د ملي اردو څلورمې لوا د قوماندان د معرفي کولو غوښتنه وکړه.
د ننګرهار سرپرست والي له ولسمشر څخه وغوښتل، چې په تورخم کې د فوايد عامې اړونده تله دې ژر تر ژره بنده شي.
دغه تله د دې لپاره فعاله شوې وه، څو هغه موټر جرمانه کړي، چې د ياد وزارت له خوا د باربري موټرو لپاره له ټاکل شوي وزن څخه زيات توکي يې بار کړي وي.
د ننګرهار والي وايي، دغه تله د ورځې پنځه ميليونه افغانۍ عايد لري، خو د تلې مسوولينو په يوه مياشت کې د دولت بوديجې ته يواځې ٦ ميليونه افغانۍ ورکړي او د ١٤٣ ميليونه افغانيو په ارزښت اختلاس شوى دى.
د والي وياند احمد ضياء عبدالزى وايي، ولسمشر غني د والي د غوښتنو په ځواب کې وويل چې ډېر ژر به د کورنيو چارو وزير په مشرۍ يو پلاوى دې ولايت ته ولېږي، څو د تلې د موضوع ترڅنګ د دې ولايت امنيتي ستونزې هم وڅېړي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک ته وويل، چې سرپرست والي فضل الله مجددي د امنيت، روغتيا، بيارغونې او د بادپښ ولسوالۍ پورې د ٥٠ کيلومتره سړک جوړولو غوښتنې وکړې.
دغه راز د نورستان والي د ښوونځيو لپاره د ودانيو جوړول او په کامدېش ولسوالۍ کې د يوې قومي شخړې د هواري لپاره د پلاوي لېږلو غوښتنه وکړه.
د کونړ والي شجاع الملک جلاله په دې ولايت کې د سيمه ييزو پوليسو د زياتولو، د سړکونو او روغتونو د جوړولو او د ځنګلونو د وهلو د مخنيوي غوښتنه وکړه.
د ننګرهار د والي وياند وايي، د دې ويډيو کنفرانس پر مهال په ارګ کې له ولسمشر سره د ماليې، کورنيو چارو، عامې روغتيا او يو شمېر نور وزيران ناست وو او هغوى ته يې سپارښتنه وکړه، چې د اړوندو ستونزو د هواري لپاره اقدامات وکړي.

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.