Add new comment

مدني ټولنې: له ننګرهاره دې په مشرانو جرګه کې يوه ښځينه سناتوره وټاکل شي

جلال اباد (پژواک ٢١ لړم ٩٣): په ننګرهار کې مدني ټولنو په مشرانو جرګه کې د يوې ښځينه سناتورې د شتون غوښتنه کوي.

په ننګرهار کې يوه ډله ښځينه فعالانو او د مدني ټولنو استازو د يوې خبري ناستې پر مهال وويل، چې له ولسمشر او مرکزي حکومته غواړي، چې په راتلونکې مشرانو جرګه کې بايد له ننګرهار څخه يوه ښځينه سناتوره موجوده وي.

دوى وايي، له دغه ولايت څخه مشرانو جرګې ته دوه انتخابي او يو انتصابي سناتور ټاکل کېږي، چې بايد يوه ښځينه يا انتصابي او يا هم انتخابي وټاکل شي.

د ښځينه مدني فعاله محترمه امين وايي، که مشرانو جرګه کې له ننګرهار څخه ښځينه څوکۍ انتخابي نه کېږي، نو ولسمشر دې د ښځو سياسي حقوق په عمل کې ښکاره او يوه ښځينه دې په انتصابي توګه سناتوره وټاکي.

هغه وايي: ((موږ د خپل حق غوښتونکي يو او بايد له ننګرهاره دا ځل يوه ښځينه سناتوره موجوده وي.))

د ننګرهار د ښځو چارو رييسه انيسه عمراني هم ټينګار کوي، چې بايد ولسمشر او مېرمنه يې د ښځو سياسي حقونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او په عمل کې يې په اثبات ورسوي.

نوموړې وايي، که چېرې په مشرانو جرګه کې يوه ښځينه سناتوره موجوده وي، نو د ښځو ستونزې به په اسانۍ سره واوري او د حل په لارو چارو کې به ورسره مرسته وکړي.

ښځينه مدني فعالانې په داسې وخت دا غوښتنه کوي، چې تېره ورځ د ننګرهار په ولايتي شورا کې د ازادو ټاکنو له مخې، يو تن نارينه د مشرانو جرکې لپاره وټاکل شو.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.