Add new comment

1 dead, female PC member among 6 hurt in blast

جلال اباد (پژواک ۲۱ سلواغه ۹۳): په ننګرهار ولايت کې د چاودنې له امله يو تن ووژل شو او د ولايتي شورا يوه غړې او پنځه زده کوونکې ټپيانې شوې دي.
دا چاودنه، نن شاوخوا يوه نيمه بجه د سلواغې په ۲۱مه، د جلال اباد ښار په دويمه ناحيه کې د "بي بي حوا" د نجونو لېسې ته څېرمه د ولايتي شورا وکيلې انګېزې شينوارې په موټر کې د ځای پر ځای  شوي ماين د چاودنې له امله رامنځ ته شوې ده.
د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي پژواک خبري اژانس ته پېښه تاييد کړه او ويې ويل، چې د ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.
هغه د پېښې ټپيان څلور تنه وښودل، خو د ننګرهار د ملي روغتون رييس ډاکټر همايون زهير پژواک اژانس ته وويل، چې له يادې پېښې يو مړی او د انګېزې شنوارې په ګډون شپږ ټپيان ور وړل شوي دي.
زهير وايي، د ولايتي شورا د وکيلې او ټپيانو درملنه روانه ده، خو د هغوی د روغتيايي حالت په تړاو يې څه ونه وويل.
ويل کېږي، چې وژل شوی کس د انګېزې شينوارې  موټرچلوونکی و.
د ننګرهار د پوهنې رياست وياند محمداصف شينواري پژواک ته وويل، چې په ياده پېښه کې ۵ زده کوونکې چې ښوونځي ته پر لاره وې، ټپيانې شوې دي.
د ده په وينا، دا پېښه د نجونو د لېسې مخې ته پر سړک رامنځ ته شوې او ټپي زده کوونکې د لومړنيو ټولګيو زده کوونکې دي.
د پېښې يوه عيني شاهد اسمعيل پژواک ته وويل، چې د چاودنې له امله د ولايتي شورا د وکيلې ټوډي موټر بېخي له منځه تللی او د سيمې د يو شمېر کورونو ښيښې هم ماتې شوې دي.
دغه راز د ننګرهار د عامې روغتيا روغتون يوې سرچينې پژواک ته وويل، چې ډاکټران ښايي د ولايتي شورا د ټپي وکيلې پښې د عملياتو پر مهال قطع کړي.
سرچينه وايي، تر لومړنيو عملياتو وروسته به شينوارې د لا ښې درملنې لپاره کابل ته ولېږدول شي.
انګېزه شينوارې چې په ننګرهار کې يې د مدني ټولنې د فعالې او ژورنالېستې په توګه دندې ترسره کړې، د ولايتي شورا په تېره  او اوسنۍ دوره کې د خلکو استازې او د شينوارو ولسوالۍ اوسېدونکې ده.

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.