جلال اباد (پژواک ٨ غبرګولى ٩٣): د سرحدي ځواکونو لوى قوماندان جنرال شفيق فضلي وايي چې د خپلې کاري ساحې اړوند سيمو کې به د رڼو ټاکنو د ترسره کېدا لپاره هلې ځلې وکړي.
جنرال فضلي دغه څرګندونې د غبرګولي په ٨ مه، په ختيځ کې د ٣٠١ سرحدي زون د نوي قوماندان د پېژندنې په مراسمو کې وکړې.
هغه خبريالانو ته وويل چې دى له ځانه سره ګڼ امنيتي پلانونه لري او په پلي کېدلو سره به يې په سرحدي ولايتونو کې امنيتي حالت ښه کيږي.
جنرال فضلي زياته کړه چې په تېرو ټاکنو کې دښمن تر اخري بريده هڅه وکړه خو بريالي نه شول، بيا هم ټاکنې ترسره شوې.