Add new comment

د مدني ټولنو فعالانو د ټاکنو د پايلو د ژر اعلانېدو غوښتنه وکړه

 
جلال اباد (پژواک ٢٣ وږى ٩٣): په ننګرهار کې د مدني ټولنو يو شمېر فعالان د ټاکنو له خپلواک کمېسيون څخه غواړي، چې د ولسمشرۍ ټاکنو پايلې دې ژر تر ژره اعلان او خپله بې پلوي دې وساتي.
نن د وږي په ٢٣مه  د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د غوڼدو په تالار کې د مدني ټولنو ځينو فعالانو د يوې غونډې په ترڅ کې، د ټاکنو پر خپلواک کمېسيون نيوکه وکړه، چې د ټاکنو پايلې ځنډوي او بايد يادې پايلې نورې اعلان کړي.
دوى ويل، که چېرې پايلې اعلان نه شي، نو په هېواد کې به يو لوى ناورين رامنځته شي، چې ذمه واران به يې د ټاکنو خپلواک کمېسيون او دواړه نوماندان وي.
د ځوانانو د ملي ټولنې وياند عبدالکريم ناصري پژواک خبري اژانس ته د خبرو په ترڅ کې د افغانستان د ټاکنو پر خپلواک کميسيون غږ وکړ، چې  نور دې د ټاکنو پايلې نه ځنډوي او د ولس اندېښنو ته دې د پاى ټکى کېږدي.
دى وايي، افغان ولس ورځ تر بلې د ګډوډيو او ستونزو ښکار کېږي او که چېرې د ټاکنو پايلې همدا ډول وځنډول شي، نو د ولس اندېښنې به تر انارشېزم ورسېږي.
ده زياته کړه: ((موږ د ټاکنو له خپلواک کمېسيون څخه غواړو، چې په بې طرف ډول دې د ټاکنو پايلې اعلان کړي.))
د ننګرهار د ولايتي شورا غړې نيلوفر عزيز هم پر کمېسيون غږ وکړ، چې د افغان ولس ارامتيا په موخه دې پايلې ژر تر ژره اعلان کړي.
نوموړې وايي، ټول ولس د انزوا په حال کې دى او ګڼو سوداګرو هم خپلې پانګې له هېواد بهر ويستي او که چېرې پايلې ځنډېږي، نو هېواد ته به د هر ډول بحران مخه وي.
عزيز زياته کړه: ((نور دې د افغان ولس پر رايو سوداګري بنده شي او پايلې دې اعلان شي.))
په ختيځ کې د مدني ټولنو د انسجام مشر پوهنيار عبداللطيف مل شينواري بيا په هېواد کې وروستيو ناامنيو ته په اشارې سره وويل، چې د ټاکنو پايلې که هر څومره ځنډېږي، د ناامنۍ کچه به لوړېږي.
دى وايي، لا هم په هېواد کې ګډوډيو زور اخيستى او که چېرې د ټاکنو کمېسيون اعلان ونه کړي، نو خلک به له ډېرې اندېښنې يو ځل بيا کډې کولو ته مجبور شي.
نوموړي وويل: ((دواړه نوماندان دې په خپلو کې سره نور له دې ناندريو تېر شي، ځکه له يوې خوا نړۍ والې مرستې درېږي او له بلې خوا هېواد د بحران په خوا روان دى.))
ياده دې وي، چې له تېرو څو مياشتو راهيسې په هېواد کې د ولسمشرۍ ټاکنې له خنډ او ځنډ سره مخ دي، چې د هېواد ګڼ شمېر وګړي يې اندېښمن کړي دي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.