Add new comment

د ننګرهار خلک: که د ټاکنو پايلې ژر اعلان نه شي پراخ لاريونونه به وکړو

 
جلال اباد (پژواک  ١١ وږى ٩٣):  د  ننګرهار  ولايت  يو  شمېر ديني عالمانو، قومي مشرانو او د مدني ټولنې استازو د ټاکنو پايلو د ژر اعلان غوښتنه وکړه.
د غونډې ګډونوالو چې د ډاکټر اشرف غني احمدزي ملاتړي وو، ګواښ وکړ چې د ټاکنو د پايلو نور ځنډ به ولسونه را وپاروي.
د يادې غوندې ويناوال مولوي شېراکبر وويل چې تر اوسه په حوصله مندۍ د ټاکنو کمېسيون له لوري د پايلو د اعلان په تمه وو خو تر دې وروسته به غلي پاتې نه شي.
هغه وايې: ((شرعي حکومت غواړو، واټونه ته به راووځو او تر هغه به خپلو لاريونونه وکړو چې پايلې اعلان شوې نه وي.))
د خوږياڼو ولسوالۍ قومي مشر معلم ګل محمد لقماني بيا د ټاکنو پر کمېسيون او ولسمشر کرزي غږ  وکړ چې نور دې ولسونه  نه ځوروي او د ټاکنو پايلې دې ژر اعلان کړي.
هغه وويل که د ټاکنو پايلې ژر اعلان نه شي پراخ مدني خوځښتونه به پيل کړي او که هر څه رامنځ ته شول مسووليت به يې د ټاکنوکمېسيون پر غاړه وي.
لقماني وويل: ((موږ د چوک پر مزدوران باندې لاريون نه کوو او نه چا ته پيسې ورکوو، رايه مو ورکړې او د رايو د دفاع په موخه به لاريونونه وکړو.))
د ننګرهار ولايتي شورا غړي نصرت الله ارسلا پر ټاکنيزو کمېسيونونو، ملګرو ملتونو او پر ولسمشر کرزي غږ وکړ چې د ټاکنو پايلې ونه ځنډوي.
ارسلاوويل: ((ولس به خوځښتونه پيل کړي او که هر څه پېښ شول پړه به يې پر ټاکنيزو کمېسيونونو او حکومت وي.))
 
د ننګرهار د ولايتي شورا وکيل ذبيح الله زمري وايي، نننۍ غونډه د دوى د مدني حرکتونو پيل دى.
د زمري وويل: ((دا مو د مدني خوځښتونو پيل دى، دا لړۍ به دوام ولري څو زموږ غوښتني ونه منل شي.))
د ولسمشريزو ټاکنو پايلو پر سر شخړو تر مياشتو مياشتو دوام وکړ خو لا تر اوسه هم پايلې نه دې اعلان شوې.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.