In Nangarhar, return of the old guard

جلال اباد ( پژواک، ٧ لړم ٩٣ ) : د ننګرهار ولايتي شورا ته له برياليو ١٩ نوماندانو څخه يې ١١ تنه د چارواکو او وکيلانو د کورنيو غړي دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون په ټول هېواد کې د ولايتي شوراګانو وروستۍ پايلې د لړم په درېيمه اعلان کړې ، په دې کې د ننګرهار ولايتي شورا ته هم ١٩ کانديدان بريالي شوي دي.

د ننګرهار ولايت له برياليو ١٩ بريالي نوماندانو څخه يې اوه پخواني وکيلان دي او له ټولو ١٩ څخه يې ١١د وکيلانو، چارواکو او پخوانيو قوماندانانو د کورنيو غړي دي.

له برياليو کانديدانو څخه احمدعلي د ولسي جرګې د غړي حاجي حضرت علي زوى ، شمس الرحمن مسلميار د مشرانو جرګې د رييس فضل هادي مسلميار ورور ، استاد اسرارالله مراد، د پخواني قوماندان ابرارالله مراد ورور، افتخار مومند،د ولسي جرګې د غړي فريدون مومند ورور، سهراب قادري د پخواني جهادي قوماندان قادري زوى دى، ډاکتر ناصر کامه وال د ولسي جرګې د غړي اميرخان يار، د پخواني مستوفي احسان الله کامه وال له ډېرو نږدې خپلوانو دى.
جاوېد زمان د پخواني جهادي قوماندان محمدزمان غمشريک زوى دى.

دغه راز اصحاب ولي مسلم د دوربابا د ولسوال حاجي همېشه ګل زوى، عبدالقهار قدير د ولسي جرګې د غړي عبدالظاهر قدير ورور ، عبيدالله شينواری د ولسي جرګې د وکيل د تره زوی ، حبيبه کاکړ د ننګرهار د شېرزادو د ولسوال معلم معشوق مېرمن ده.

د ننګرهار ولايتي شورا ته په برياليو شويو ١٩نوماندانوکې يې لطف الله بابا،انګيزه شينوارې،ذبيح الله زمرى،جاويدزمان،لعل محمد درانى،نيلوفر عزيز او افتخار مومند د پخوانۍ ولايتي شورا غړي وو، چې د دوى له ډلې څخه لطف الله بابا يې د مشرانو جرګې څوکۍ ته تللى و.

يو شمېر ناکام نوماندان او د ننګرهار ګڼ شمېر اوسيدونکي ادعا کوي، چې بريالي نوماندان د چارواکو او وکيلانو د کورنيو غړي، د زر او زرو په وسيله بريالي شوي دي

د ننګرهار ولايت اوسيدونکى معلم مالي خان پژواک اژانس ته وويل، چې د ننګرهار ولايتي شورا ته ډېرى کامياب نوماندان د يو شمېر زورواکو، چارواکو او پخوانيو قوماندانانو اقارب دي.
ده زياته کړه: ((تر څو چې دلته زور چلېږي، دلته خپلسري وي، تر هغو نه شو بريالي کېدلى.))
د هغه په وينا، د پخوا په څېر به يو ځل بيا د ننګرهار ولايتي شورا د چارواکو او زورواکو ترمنځ د زور وهلو ميدان وي.

د نوموړي په خبره، چې پخوا هم د يوشمېر زورواکو او چارواکو وروڼو په ولايتي شورا کې خپل زور وواهه او پر ځاى د دې چې کار وکړي ولايتي شورا يې د زور وهلو ميدان جوړ کړ.

د ولايتي شورا يوې بريالى نوماندې د نوم نه ښودلو په شرط پژواک اژانس ته وويل چې دوى له يادو پايلو ناخوښ دي.

نوموړې زياته کړه : (( که څه هم زه يوه داسې څوک يم چې نه مې پخوا پيسې لرلې او نه يې اوس لرم خو منډې تر ړې مې کړي ځکه مې رايه اخيستې، خو دا ځل بيا داسې زور واکان راغلل چې ولايتي شورا به ګډه وډه کړي.))

د چارو کارپوه انجنير زرغون شاه زرغون پر ټولو برياليو نوماندانو غږ وکړ چې دا ځل دې پر ځاى د دې چې په رياست او معاونيت سره لانجې جوړې کړي ، ولس ته دې کار وکړي.

نوموړى مني چې په ننګرهار کې ټول هغه اشخاص ولايتي شورا ته کامياب شوي ، چې د پخوانيو جهادي قوماندانانو، برحاله وکيلانو او چارواکو اقارب دي او دا چاره به يوه لويه ستونزه راولاړه کړي.

ده زياته کړه ، يوولس هغه نوماندان چې په چارواکو پورې تړاو لري، ولايتي شورا ته کامياب شوي دي.

خو ولايتي شورا ته بريالۍ نومانده او د شېرزادو ولسوالۍ ولسوال معلم معشوق مېرمن حبيبې کاکړ پژواک اژانس ته وويل، چې دوى په ولس کې ځاى او محبوبيت لري او پر همدې اساس يې رايې ترلاسه کړې دي.

هغې زياته کړه چې د خلکو په پاکو رايو يې بريا خپله کړې، هېڅ ډول درغلي يې نه ده کړې او که چېرې بل چا کړې وي دوى يې سپيناوى نه شي کولى.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.