Add new comment

Journalists in east call for their safety

 
جلال اباد (پژواک٣١غبرګولى٩٣): د ننګرهار ولايت خبريالانو پر حکومت او وسله والو  غږ وکړ، چې د دوى ژوند د خونديتوب په برخه کې هلې ځلې وکړي.
دغه څرګندونې د غبرګولي په ٣١مه، په جلال اباد ښار کې د ختيځ زون خبريالانو د يوې غونډې پر مهال وکړې.
د ننګرهار پوهنتون استاد او د خبريالانو د خونديتوب کمېټې مشر ببرک مياخېل، ولسمشر حامدکرزي ته يو ليکلى ليک ولوست ، چې په کې له نوموړي غوښتل شوي ، چې د خبريالانو د خونديتوب په برخه کې دې اړوندو ادارو ته جدي لارښوونه وکړي.
هغه زياته کړه، په دې وروستيو کې خبريالان له ګڼو ستونزو سره مخ شوي او ډېرى پېښې په حکومت کې د ښکېلو اشخاصو له لوري رامنځ ته شوې دي.
نوموړى زياتوي: ((په تېر دور ټاکنو کې هم په دره نور ولسوالۍ کې يو خبريال ګواښل شوى، په وړم دور کې هم يو شمېر خبريالان ګواښل شوي وو.))
د ختيځې سيمې ليکوالو او ژورنالېستانو خپلواکې ټولنې د اجرائيه شورا غړي محمداصف شينواري، پر ټولو ژورنالېستانو  غږ وکړ ، چې له پراخې حوصلې دې کار واخلي.
نوموړي وويل، که څه هم په تېر کې د خبريالانو پر وړاندې يو شمېر ننګونې موجودې وې، خو په نږدې راتلونکي کې به ګڼې ننګونې ولري.
هغه زياته کړه: ((موږ به په نږدې راتلونکي کې د لاريونونو شاهدان يو، ځينې کړۍ به راباندې فشارونه راوړي، چې خبر د هغوى په ګټه خپور کړو.))
د شينواري په خبره، خبريالان بايد سر له اوسه ګواښونو او ننګونو ته چمتو وي.
د ختيځې سيمې د ليکوالو او ژورنالېستانو خپلواکې ټولنې يوه بل غړي طاهر ساپي هم د يو شمېر ننګونو او ګواښونو يادونه وکړه او زياته يې کړه، په تېرو ټاکنو کې هم خبريالان که له يوې خوا د وسله والو له ګواښ سره مخ وو، له بلې خوا د يو شمېر زورواکو له لوري ګواښل شوي دي.
ده زياته کړه: ((موږ خبريالان له يوې خوا ډانګ او له بلې خوا پړانګ سره مخ يو، بايد حکومت په دغه برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.))
ساپي له حکومته غوښتنه وکړه، هغه پېښې چې د خبريالانو پر وړاندې رامنځته شوي، بايد څېړنه يې وشي او عاملين يې د قانون منګولو ته وسپارل شي.
ده وويل، اوس هم يو شمېر قضيي شته چې لا هم ناڅېړنې پرتې دي او د يادې پېښې له امله خبريالان زيانمن شوي دي.
ياده دې وي، دا لومړى ځل نه دى چې په ختيځ کې دا ډول غونډې کېږي، له دې وړاندې څو څو ځله د ختيځ خبريالانو له حکومته د خونديتوب غوښتنه کړې ده.
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.