Final PC results: Losing runners cry foul

جلال اباد( پژواک، ٦ لړم ٩٣ ) : د ننګرهار د ولايتي شورا يو شمېر ناکام کانديدان د ټاکنو پر خپلواک کمېسيون نيوکه کوي، چې يو شمېر کانديدان يې دپيسو او واسطو په بدل کې کامياب کړي دي.

دوى وايي چې که د ولايتي شوراګانو پايلې سمې وڅېړل شي او رښتينې رايې وشمېرل شي، نو معلومه به شي ، ګڼ شمېر هغه کسان چې ناکام وو د پيسو په بدل کې کامياب شوي دي.

د ولايتي شوراګانو د ټاکنو پايلې تر نږدې اوو مياشتو ځنډ وروسته دلړم په څلورمه اعلان شوې، چې يو لړ غبرګونونه يې له ځانه سره لرل.

د ننګرهار ولايتي شورا ته خپلواک کانديد ملک نصيب د لړم په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په کابل کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون يو شمېر کارکوونکو ترې ٧٠ زره امريکايي ډالر غوښتي وو او ورته يې ويل چې په ضمانت سره يې د برياليو کسانو په لېست کې راولي.

دى وايي ، له ده سره دومره پېسې نه وې او له همدې امله ناکام شو، خو هغه په دې اړه کوم ثبوت وړاندې نه کړ.

ده زياته کړه: (( لږې څېړنې که وشي، نو په خپله به درته د ټاکنو د کمېسيون غلا او فساد معلوم شي او تر څو پورې به په فساد خلک ګوماري.))

دى زياتوي چې په ننګرهار کې د ولايتي شورا يو شمېر کانديدانو په خپل کلي کې هم رايه نه وه اخيستې ، خو د ټاکنو په خپلواک کمېسيون کې يې د بډو په واسطه رايې اخيستې دي.

د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ اوسېدونکي عصمت الله پژواک اژانس ته وويل چې د ننګرهار ولايتي شورا ته په برياليو کانديدانو کې يواځې هغه اشخاص راغلي کومو چې پيسې يې ورکړې دي.

دى وايي: (( ټول زور واکان او هغه اشخاص راغلي چې په ولس کې رايه نه لري، ولې د پيسو او واسطو په زور په کمېسيون کې رايه لري.))

د عصمت الله په خبره، ځينې داسې کسان ولايتي شورا ته کامياب شوي ، چې په ابتدايي لېست کې يې ډېرې کمې رايې وړې وې، خو اوس چې ګورو د رايو شمېر يې زيات شوى دى.

د ننګرهار ولايتي شورا ته بل کانديد محمد طاهر ساپى چې په وروستي لېست کې يې نوم نشته ، هغه پژواک اژانس ته وويل چې د ټاکنو د شکايتونوکمېسيون مشرتابه د ولايتي شوراګانو په پايلو کې له انصافه کار نه دى اخيستى.

دى وايي ، کوم نورم چې موجود و، پر هغه عمل نه دى شوى او ډېرى داسې رايې موجودې وې چې بايد قرنطين شوې واى، خو له بده مرغه د پيسو او واسطو په بدل کې نه دي قرنطين شوي.

ده زياته کړه: (( زه د ټاکنو د شکايتونو کمېسيون ته ګوته نيسم، په کار دا وه چې دوى شکايات په سم ډول څېړلي واى ، خو له بده مرغه دوى هر څه د فساد پر بنياد وکړل.))

ساپى وايي چې د ننګرهار د يوه اوسېدونکي په صفت به هېڅکله کاميابو شويو کسانو ته د وکيل په سترګه ونه ګوري، بلکې دوى هم زورواکي دي.

د ننګرهار يو بل ناکام کانديد حاجي محمد انور اکرام وايي چې دوى له يو شمېر نورو ناکامو کانديدانو سره خبرې کړي او ډېر ژر به د ټاکنو پر خپلواک کمېسيون او د شکايتونو پر کمېسيون عريضې وکړي، ځکه دواړو کمېسيونونو د افغانستان د خلکو له هيلو سره لوبې کړې دي.

دى وايي: (( له ولسمشره غواړو چې د دواړو کمېسيونونو مشران عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي، ځکه موږ اسناد لرو او هېڅکله به چوپ پاتې نه شو.))

د ده په خبره ، د دوى د معلوماتو له مخې، د هېواد په کچه ٣٠ تنه په خپلو پاکو رايو کامياب شوي او پاتې ټول يې د پېسو او واسطو په زور ولايتي شوراګانو ته کامياب شوي دي .

له لېست څخه د پاتې شويو کانديدانو ترڅنګ ددې ولايت يو شمېر اوسېدونکي هم نيوکه کوي، چې پاک او مخلص کسان نه دي کامياب شوي او د پيسو په بدل کې ځينې کانديدان بريالي شوي دي.

ددې ولايت د بهسودو ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي سيداجان پژواک اژانس ته وويل ، داسې کسان ولايتي شورا ته بريالي شوي، چې په ولس کې هېڅ محبوبيت او رايه نه لري.

هغه زياتوي : (( د ولسمشرۍ ټاکنو په څېر د ولايتي شوراګانو په ټاکنو کې هم ګډوډۍ ډېرې وې، فکر نه کوم چې په راتلونکو ټاکنو کې دې څوک بيا رايه واچوي.))

د ننګرهار د ټاکنو د خپلواک کمېسيون رييس خواجه امين الله فضلي پژواک اژانس ته وويل چې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون صلاحيت يواځې همدومره دى چې لومړنى لېست اعلان کړي او وروسته له هغې د ټاکنو شکاياتو کمېسيون دنده پر غاړه لري چې د شکاياتو پر بنسټ په لومړني لېست کې تغيرات راولي.

دى وايي چې دوى تر اخري حده هڅه کړې چې د فساد مخه ونيسي او په دغه کار کې بريالي دي او هم يې د ټاکنو په ورځ د درغلۍ يو څه مخه نيولې وه.

نوموړي وويل: (( زه په ډاډ سره ويلى شم چې موږ د خپلو صلاحيتونو او مسووليتونو په چوکاټ کې تر اخري بريده د شفافو ټاکنو لپاره کار کړى دى))

د ننګرهار ولايتي شورا ته يوې بريالۍ نوماندې د نوم نه ښودلو په شرط پژواک اژانس ته وويل چې د کاميابانو په لېست کې داسې اشخاص شته چې د پېسو او يا هم فساد په مقابل کې کامياب اعلان شوي دي.

نوموړې وايي: (( په ټولې ولايتي شورا کې د ګوتو په شمېر کسان په پاکو رايو راغلي نورو ټولو درغلي کړې))

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.