Add new comment

Roof collapse, rockslide claim 12 lives

جلال اباد ، قلعه نو ( پژواک، ١٧ کب ٩٣ ) : په ننګرهار ولايت کې ديوه کور د چت د پرېوتو له امله ديوې کورنۍ لس غړي مړه شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي  د کب په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه ددې ولايت په دره نور ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، تر سختو بارانونو وروسته په دې ولسوالۍ کې د يوه کور چت پرېوتى، چې له امله يې د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٠ تنه مړه او يو تن ټپي شوى دى.
د ننګرهار د ولايتي شورا وکيل او ددره نور ولسوالۍ قومي مشر ضابط امير محمد پژواک اژانس ته وويل چې دا پېښه د شپې په درېيو بجو د شېمل په دره کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې په دې ولسوالۍ کې له څو ورځو راهيسې پرله پسې ورښتونه شوي او له تېرې شپې راهيسې د واورې ورښت هم پيل شوى دى
دى وايي چې په دې پېښه کې مړه شوي ډېرى ماشومان دي او يوه ښځه ټپي شوې ده.
ده له حکومت څخه وغوښتل چې سيمې ته د بېړنيو مرستو لپاره ژر تر ژره ډلې راولېږي.
د هغه په وينا، ددې سيمې ډېرى خلک بې وزله دي او د بارانونو له امله نور کورونه هم د غورځېدو له ګواښ سره مخ دي.
د يادونې ده چې پرون ددې ولايت په شېرزادو ولسوالۍ کې دچت د پرېوتو له امله ديوې کورنۍ اته غړي مړه شوي وو.
د يوه بل خبر له مخې، په بادغيس ولايت کې د غره د ښويېدنې له امله دوه تنه مړه شوي دي.
ددې ولايت د پېښو پر وړاندې د مبارزې رييس مصعب حامدي پژواک اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه د مقر ولسوالۍ د غيراق شورا په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې په ياده سيمه کې پر يوه کور د غره څنډه راښويېدلې چې له امله يې ديوې کورنۍ دوه تنه مړه شوي دي.
د يادونې ده چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې د واورو، بارانونو، غره ښويېدنې او برف کوچونو له امله تر ٣٠٠ زيات هېوادوال  مړه او لسګونه نور ژوبل شوي دي.

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.