Nangarhar female PC members want enhanced security

جلال اباد (پژواک،۴ کب ۹۳): د ننګرهار د ولايتي شورا د يوې وکيلې تر وژل کېدو وروسته د دې شورا ښځينه وکيلانې د خپل امنيت په اړه اندېښمنې شوې دي.
د يادې شورا  وکيله انګېزه شينوارې د سلواغې په ۲۱مه د جلال اباد په ښار کې ماين چاودنې ټپي کړه او  وروسته يې د کابل د "سردار محمد داوودخان" په روغتون کې د سختو ټپونو له امله سا ورکړه.
د ننګرهار د ولايتي شورا ښځينه وکيلانې وايي چې تر دې پېښې وروسته د خپل امنيت په اړه اندېښمنې دي او حکومت يې بايد ساتنه وکړي.
د ننګرهار ولايتي شورا ټولې ۱۹ څوکۍ لري  چې ۱۵ يې د نارينه وو او څلور يې د ښځينه وکيلانو لپاره دي.
د دې شورا وکيله نيلوفر عزيز د کب په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((د انګېزې شينوارې ته وژل کېدو وروسته ښځينه وکيلانې وېرېدلې، د ولايتي شورا غړې اوس لرو پرتو سيمو ته نه ځي او پر خپل امنيت بې باوره دي.))
عزيز له حکومته غوښتنه وکړه چې د ښځينه وکيلانو امنيت دې خوندي کړي.
د ولايتي شورا بلې وکيلې حبيبې کاکړ پژواک اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې ښځينه وکيلانې وېرېدلې او په ډاډ زړه نه شي کولای چې په غونډو کې ګډون وکړي.
کاکړ وايي: ((د انګېزې تر وژل کېدو وروسته موږ سختې ډارېدلې يو، حکومت بايد زموږ امنيت ونيسي او ساتونکي راته راکړي.))
د ننګرهار د ولايتي شورا بله غړې حميرا رفېع پژواک اژانس ته وويل: ((موږ ته يې يو ساتونکى راکړل شوی، هغه چلوونکی هم وي او زموږ ساتنه هم کوي، نو چلوونکی موټر وچلوي او که موږ وساتي؟))
نوموړې زياته کړه چې د انګېزې شينوارې تر وژل کېدو وروسته د ښځينه وکيلانو په ګډون د ننګرهار په ولايت کې ښځينه کار کوونکې هم وېرېدلې او د خپل امنيت په اړه اندېښنه لري.
نوموړې وايي: ((موږ دا فکر هم نه کاوه چې ښځينه وکيله دې په نښه شي، د انګېزې تر پېښې وروسته داسې ښکاري چې نورې وکيلانې هم په نښه کېدای شي.))
د ننګرهار د ولايتي شورا منشي اجمل عمر  پژواک ته تاييد کړه چې د انګېزې تر وژل کېدو وروسته ښځينه وکيلانې خپل امنيت ته اندېښمنې شوې دي.
نوموړي وايي چې د ولايتي شورا د غړو ساتونکي کم دي او حکومت بايد د هغوی د امنيت لپاره ساتونکي  ډېر کړی څو امنيت يې خوندي شي.
په ختيځ زون کې  د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون رييسه صبرينا حميدي پژواک اژانس ته وويل چې حکومت بايد د انګېزې قاتلين ونيسي او سخته سزا ورکړي، څو نورو ته عبرت شي.
هغه غوښتنه وکړه چې امنيتي ادارې بايد  د خپلو ولسونو په ځانګړې ډول د ښځينه کار کوونکو د امنيت ساتلو لپاره هڅې وکړي.
د ننګرهار  امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد پژواک اژانس ته وويل چې پوليس هر ورځ د ولسونو د ساتلو لپاره قرباني ورکوي او هڅه کوي د خلکو امنيت وساتي.
شېرزاد يادونه وکړه: ((د وکيلانو لپاره ساتونکي ورکړل شوي او هغوی يې امنيت ساتلای شي، خو له هغې سره سره له چلوونکو  هيله لرم چې خپلو موټرو ته پاملرنه وکړي. هلته چې موټر دروي پام دې ورته کوي څو د پېښو مخه ونيول شي.))
نوموړي زياته کړه چې پر انګېزې د شوې چاودنې د څرنګوالي په تړاو يې څېړنې روانې دي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.