د جلال اباد ښار يو واټ د انګېزې شينوارې په نوم ونومول شو

جلال اباد (پژواک، ۳۰ سلواغه ۹۳): په جلال اباد ښار کې د ننګرهار ولايت مقام ته څېرمه واټ د انګېزې شينوارې په نوم ونومول شو او د هغې په نوم د يوه ښوونځي د نومولو ژمنه هم وشوه.
انګېزه شينوارې تېره اوونۍ په جلال اباد ښار کې د يوې چاودنې له امله سخته ټپي شوې وه او درې ورځې مخکې د کابل په ٤٠٠ بستريز روغتون کې يې ساه ورکړه.
په جلال اباد ښار کې د ننګرهار ولايت مقام ته نږدې سړک د سلواغې په ٣٠مه د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د هغې په نوم ونومول شو.
د ننګرهار مرستيال والي محمدحنيف ګرديوال وويل چې د دغه سړک د رسمي کولو مسئله به د ولايتي ادارې په غونډه کې بحث او قانوني کولو په تړاو به يې اړوند ادارو ته مکتوبونه ولېږي.
هغه زياته کړه چې د ولايتي شورا غړو د انګېزې شينوارې په نوم د يوه ښوونځي د نومولو غوښتنه کړې چې  دا مسئله به هم تعقيب کړي.
د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار چې په يادو مراسمو کې يې ګډون درلود، انګېزه شينوارې د دې وړ وبلله چې دغه سړک او يو ښوونځی به د قانوني مراحلو تر وهلو وروسته د هغې په نوم ونومول شي.
مسلميار وويل چې د جلال اباد ښار په څلورمه ناحيه کې د مجبوراباد لېسه به د انګېزې شينوارې په نوم ونوموي.
د مشرانو جرګې رييس يادونه وکړه چې انګېزه د ننګرهار د ولسونو مبارزه وکيله وه او د دغه ولايت اوسېدونکو ته يې ډېر خدمتونه کړي دي.
مسلميار يادونه وکړه: ((تر دې وروسته به د انګېزې شينوارې په ياد سيمينارونه او غونډې جوړېږي او د هغې د پېژندنې يو کتاب به هم چاپ کړو.))
د ولايتي شورا غړي ذبيح الله زمري پژواک ته وويل چې د انګېزې په نوم د نوموونکي ښوونځي او دغه واټ  قانوني چارې دې ژر تر ژره خلاصې شي.
هغه زياته کړه: ((پخوا هم په ګڼو برخو کې وعدې شوې خو نه دې پوره شوې، دغه ځل موږ په تمه يو چې څومره ژر کېږي، چارې دې خلاصې کړي.))

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.