د ختيځو ولايتونو قومي مشران: په کابينه دې ونډه راکړل شي

جلال اباد (پژواک،۳ وری ۹٤): د ختيځو ولايتونو يو شمېر قومي مشرانو په کابينه کې د خپلې ونډې غوښتنه وکړه او حکومت يې دې ولايتونو ته په نه پاملرنې تورن کړ.
دغه غونډه، نن د کب په درېيمه، د جلال اباد ښار د قبايلو  په رياست کې جوړه شوې وه، چې  د ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان سلګونو قومي مشرانو په کې برخه لرله.
د ننګرهار پوهنتون استاد نورمحمد سلطاني وويل: ((مشرقيوالو په تېرو ټاکنو کې په ښه ډول ونډه واخيسته، ولسمشر غني او اجرائيه رييس عبدالله ته يې رايې  ورکړې، خو هغوی د ختيځو ولايتونو حقوق تر پښو لاندې کړل.))
ده زياته کړه، په کابينه کې د ختيځو ولايتونو ونډه نشته.
د مومندو قومي شورا مشر ملک جهانزېب نيوکه وکړه، چې د ختيځو ولايتونو له خلکو سره هغه شوې ژمنه پوره شي، چې يادو دواړو نوماندانو د ټاکنيزو منډو ترړو پرمهال کړې وې.
هغه وويل، د ختيځ زون قومي مشران د خپلو حقونو د غوښتنې لپاره خپله مبارزه تونده ساتي او دغه ولسونه به ان د ارګ تر مخې ځانونه ور ورسوي، تر هغې چې خپل حقونه يې نه وي ترلاسه کړي.
يوه بل قومي مشر ملک صمد خان له دولت څخه غوښتنه کوله، چې بايد په دولتي ادارو کې منظم اصلاحات راولي او کار اهل کار ته وسپاري.
دى وايي: ((له مشرقي سره دې د مور - مېری چلند نه کېږي او زمونږ حق دې راکړل شي.))
د غونډې په وروستۍ کې پرېکړه وشوه، چې د قومي مشرانو ۱۵ کسيزه  کمېسيون  به جوړوي او په دې تړاو به له ولسمشر سره خپلې غوښتنې شريکوي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.