Add new comment

خلک: ننګرهار ته دې پاک او ژمن والي را معرفي شي

جلال اباد (پژواک، ۹ وری ۹۴): د ننګرهار د ولايتي شورا غړي او قومي مشران په فساد کې د يو شمېر ښکېلو مامورينو د ګوښه کولو او دغه ولايت ته د يوه مناسب والي د ورپېژندو غوښتونکي دي.
دوی دا غوښتنه د وري په ۹مه د ننګرهار د قبايلو چارو په رياست کې د لسګونه قومي مشرانو او ديني علماوو له لوري د پخواني والي مولوي عطاءالله لودين په ستاينغونډه کې وکړه.
مولوي لودين د روان کال په لومړۍ ورځ د هغه په وينا د خپلو کارونو پر وړاندې د ځينو ننګونو له امله له خپلې دندې استعفا وکړه.
لودين په ځينو مواردو کې د اداري فساد پر ضد مبارزه کې خنډونه، په اداري اصلاحاتو کې ناتواني او په ټوله کې سرپرستي هغه لاملونه ياد کړي وو چې دی يې استعفا ته اړ کړ.
د ننګرهار د ولايتي شورا مرستيال ډاکټر ناصر کامه وال په دې اړه د جوړې شوې غوندې په ترڅ کې پژواک خبري اژانس ته وويل: ((مخکني والي ډېر ښه کارونه کړي خو په ځينو مواردو کې ورسره خلک او په ټوله کې حکومت همکاري نه ده کړې، موږ هيله لرو مرکزي حکومت دغه ولايت ته ښه والي راولېږي چې په اداري فساد کې ښکېل نه وي او د خدمت هوډ ولري.))
کامه وال زياته کړه: ((له ځينو چارواکو او د ټولنيزو شبکو له لارې د څو کسانو نومونه اورېدل کېږي چې دغه ولايت ته د والي په توګه کانديدان دي، موږ هيله لرو چې دا کسان ونه ګومارل شي ځکه ښه کاري سابقه نه لري او په فساد کې ښکېل دي.))
هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې چې دغه کسان څوک دي؟ وويل: ((نومونه يې نه اخلم خو هغه خلک ښه کاري سابقه نه لري، هيله لرم چې ولسمشر يې ونه ټاکي، دلته داسې کس بايد د والي په توګه راشي چې ولس ورسره ستونزې ونه لري، داسې نه شي چې په دوو درېيو مياشتو کې بېرته ولس پسې اخيستی وي.))
د ولايتي شورا بل غړي اسرار الله مراد وويل: ((موږ له ولسمشره ډېرې هيلې درلودې، خو هغسې يې ونه کړل، اوس هيله ده چې سم والي راولېږي، داسې والي چې په اداري کې ښکېل نه وي.))
د ولايتي شورا بل غړي ذبيح الله زمري بيا پژواک ته وويل: ((يواځې د والي په ټاکلو او لرې کولو څه نه کېږي، په ننګرهار کې امنيت ښه نه دی، اداري فساد شته، هيله ده چې د يوه ښه والي تر څنک يو ښه کاري ټيم وټاکل شي.))
د ولايتي شورا دغه غړي د دغه ولايت يو شمېر رييسان پر اداري فساد تورن کړل او د هغوی د ګوښه کېدو غوښتنه يې وکړه.
هغه زياته کړه: ((دلته داسې رييسان شته چې ۱۳ کاله کېږي پر خپلو دندو پاتې دي، ولسمشر بايد ښه او په فساد کې دخيل رييسان سره جلا کړي او درغلګر رييس دې ګوښه او محاکمه کړي.))
د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ قومي مشر او د سولې شورا غړي مولوي طاهر حقاني په ياده غونډه کې وويل چې پخواني والي عطاءالله لودين په دغه ولايت دې د اداري فساد پر وړاندې هڅې کړې، خو د ده په وينا همکاري ورسره نه ده شوې.
نوموړي د لودين د ستاينې تر څنګ له ولسمشره غوښتنه وکړه چې ننګرهار ولايت ته دې "اهل" او داسې والي ور ولېږي چې د ښه خدمت جوګه وي او د فساد پر وړاندې مبارزه وکړي.
د پخواني والي په اړه دا لمانځغونډه په داسې حال کې جوړه شوې وه چې د ننګرهار ولايت ډېرو علماوو، د حزب اسلامي ګوند غړو، چارواکو او يو شمېر قومي مشرانو په کې برخه لرله، خو په خپله عطاء الله لودين په کې ګډون نه و کړی.

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.