Add new comment

عبدالله: د ننګرهار امنيتي وضعيت څېړو

جلال اباد (پژواک، ۳ غويى ۹۴): د ملي وحدت حکومت اجرائيه رييس وايي چې په ننګرهار ولايت کې يې د امنيتي ستونزو د حل لپاره څېړنې او سلا مشورې پيل کړې دي.
اجرائيه رييس عبدالله عبدالله دا څرګندونې د غويي په ۳مه  په ننګرهار ولايت کې له قومي مشرانو سره د غونډې پر مهال وکړې.
عبدالله عبدالله په هغه حکومتي پلاوي کې ګډون درلود چې مشري يې ولسمشر اشرف غني کوله او په ننګرهار کې يې د تېرې شنبې د پېښې د قربانيانو فاتحه اخيسته.
د کابلبانک مخې د ځانمرګى بريد په ياده پېښه کې ٣٥ تنه ووژل شول او ١٢٤ نور ټپيان شول.
اجرائيه رييس وويل: ((نن مو په ننګرهار کې له امنيتي ادارو سره د امنيت په تړاو سلا مشورې وکړې، موږ به دلته امنيت وضعيت وڅېړو، له غرمې وروسته او مازديګر بيا هم ورته بحثونه وکړو، څو هغو امنيتو ستونزو ته حل لاره پيدا کړو چې ورسره لاس او ګرېوان يو.))
بلخوا ولسمشر غني وويل چې له نن څخه تر ماښامه د ننګرهار ولايت له خلکو، ټولنو، قومي مشرانو او علماوو سره د ننګرهار د وضعيت به اړه سلا مشورې کوي.
هغه وويل: ((د غير مسوولو وسلو استعمال هېواد په ستونزه کې اچوي.))
ولسمشر يادونه وکړه چې د ولس بې باوري د نا امنيو لامل کېږي،د ولس اعتبار شرط دی، دوی به په تدريجي ډول په اداره کې اصلاحات راولي.
ولسمشر د جلال اباد وروستۍ پېښې ته په اشارې وويل: ((هېڅ هېواد د افغانستان خلکو په پرتله اسلام ته ډېره قرباني نه ده ورکړې، دا بايد واضح وي چې دا ولس، خاوره او حکومت مسلمان دی.))
ولسمشر قومي مشرانو ته په وينا کې وويل چې حکومت د کار کولو اراده لري او ژمن دی چې په هېواد کې سوله او ثبات راولي.

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.