جلال اباد (پژواک، ۳۰ سلواغه ۹۳): په جلال اباد ښار کې د ننګرهار ولايت مقام ته څېرمه واټ د انګېزې شينوارې په نوم ونومول شو او د هغې په نوم د يوه ښوونځي د نومولو ژمنه هم وشوه.
انګېزه شينوارې تېره اوونۍ په جلال اباد ښار کې د يوې چاودنې له امله سخته ټپي شوې وه او درې ورځې مخکې د کابل په ٤٠٠ بستريز روغتون کې يې ساه ورکړه.
په جلال اباد ښار کې د ننګرهار ولايت مقام ته نږدې سړک د سلواغې په ٣٠مه د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د هغې په نوم ونومول شو.
د ننګرهار مرستيال والي محمدحنيف ګرديوال وويل چې د دغه سړک د رسمي کولو مسئله به د ولايتي ادارې په غونډه کې بحث او قانوني کولو په تړاو به يې اړوند ادارو ته مکتوبونه ولېږي.
هغه زياته کړه چې د ولايتي شورا غړو د انګېزې شينوارې په نوم د يوه ښوونځي د نومولو غوښتنه کړې چې دا مسئله به هم تعقيب کړي.
د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار چې په يادو مراسمو کې يې ګډون درلود، انګېزه شينوارې د دې وړ وبلله چې دغه سړک او يو ښوونځی به د قانوني مراحلو تر وهلو وروسته د هغې په نوم ونومول شي.
مسلميار وويل چې د جلال اباد ښار په څلورمه ناحيه کې د مجبوراباد لېسه به د انګېزې شينوارې په نوم ونوموي.
د مشرانو جرګې رييس يادونه وکړه چې انګېزه د ننګرهار د ولسونو مبارزه وکيله وه او د دغه ولايت اوسېدونکو ته يې ډېر خدمتونه کړي دي.
مسلميار يادونه وکړه: ((تر دې وروسته به د انګېزې شينوارې په ياد سيمينارونه او غونډې جوړېږي او د هغې د پېژندنې يو کتاب به هم چاپ کړو.))
د ولايتي شورا غړي ذبيح الله زمري پژواک ته وويل چې د انګېزې په نوم د نوموونکي ښوونځي او دغه واټ قانوني چارې دې ژر تر ژره خلاصې شي.
هغه زياته کړه: ((پخوا هم په ګڼو برخو کې وعدې شوې خو نه دې پوره شوې، دغه ځل موږ په تمه يو چې څومره ژر کېږي، چارې دې خلاصې کړي.))