کابل (پژواک ٢٤ وږى ٩٧): د کورنيو چارو وزارت د دې ترڅنګ چې وايي د ټاکنو د دفترونو د بندولو حق څوک نه لري، امنيتي مسوولينو ته دنده سپارلې چې د ټاکنيزو دفترونو بشپړ امنيت تامين کړي او د اړتيا پرمهال له قوې هم ګټه واخلي.
دغه څرګندونې د کورنيو چارو وزارت ستر امنيتي معين لوى پاسوال اخترمحمد ابراهيمي، نن په هغه ويډيويي کليپ کې کړې چې پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوى دى.
نن ورځ په کندهار، بلخ او هرات کې د افغانستان ژغورنې ايتلاف د پلويانو له خوا د ټاکنو ولايتي دفترونه تړل شوي او په مخکې يې د اعتراض خېمې درول شوې دي. دوى وايي، تر هغه به دې دفترونو ته د پرانيستو اجازه ورنه کړي، ترڅو يې چې غوښتنې نه وي منل شوي.
د کورنيو چارو وزارت ياد شوى لوړپوړى چارواکى بيا وايي، د افغانستان اسلامي جمهوريت يو ديموکراتيک او د خلکو په رايه جوړ نظام دى او په دې نظام کې د قانون په رڼا کې خلک د بيان، سياسي فعاليت او لاريونونونو کولو ازادي لري.
خو ده زياته کړې، د ټاکنو د دفترونو بندول د قانون له مخې ناوړه او غير قانوني عمل دى، هر سياسي ګوند يا ټولنيز سازمان حق لري چې له قانون سره سم لاريون وکړي او خپلې غوښتنې مطرح کړي، خو په هيڅ صورت د عامه نظم اخلال او په ځانګړې توګه هغه محلات چې اجتماعي خدمات وړاندې کوي او يا د هېواد د ملي ګټو لپاره ملي دندې ترسره کوي، د هغو د بندولو حق څوک نه لري.
دى زياتوي: "دا چې انتخابات يوه ملي پروسه ده، د هېواد ټول امنيه قومندانان له نورو امنيتي ځواکونو سره که په ملي اردو پورې اړوند دي که د ملي امنيت، مکلف ګڼل کېږي چې د انتخاباتو د دفترونو بشپړ امنيت وساتي او د ضرورت په وخت کې کولاى شي چې قوه هم استعمال کړي، ترڅو د دغو دفترونو بشپړ امنيت تامين و اوسي او د انتخاباتو کميسيون په ازادانه توګه وکولاى شي د انتخاباتو د دايرولو په خاطر خپل ټول خدمات عامه ولس ته عرضه کړي."
نوموړي ټولو هېوادوالو ته بلنه ورکړې، دا چې ټاکنې يوه ملي پروسه ده، ملاتړ ترې وکړي او په هيڅ صورت هيچاته اجازه ورنه کړي چې د دې ملي پروسي په وړاندې خنډونه جوړ کړي.
د ولسمشر وياند شاه حسين مرتضوي هم په خپله فېسبوک پاڼه د ټاکنو پروسې پر وړاندې خنډ جوړوونکي د طالبانو پلويان ياد کړي دي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.