By: محمد برات , Date:13/10/2019
ایبک (پژواک، ۲۱ تله ۹۸): په سمنګان کې د ولسي جرګې ټاکنو په پرتله په ولسمشرۍ ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه ۴۸ سلنه کمه وه او د کمښت په یاده سلنه کې د نارینه په پرتله د ښځو د نه ګډون کچه ۲۰ سلنه ډېره ده. ولسمشرۍ ټاکنې د... پاتی برخه
By: محمد برات , Date:21/10/2018
يبک (پژواک، ۲۹ تله ۹۷): وسله والو طالبانو د سمنګان دره صوف پايين ولسوالۍ کې د پنځو کليو په نيولو سره ، هلته د رايې مرکزونه غير فعال کړي او زرګونه کسان له رايې ورکولو محروم شوي دي. د ولسي جرګې ټاکنې تېره ورځ (۲۸ تله... پاتی برخه

ویډیویی خبرونه

Currently there are no video news of Samangan.To see other videos

 
مزارشريف-ايبک (پژواک ٢٤ وږى ٩٢): د سمنګان ولايت په روى دو اب ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو په يوه کان کې د چاودنې له امله ٢٧ تنه مړه شوي او پنځه نور نادرکه دي.
د سمنګان د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال مصدق الله مظفري د وږي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پرون په کان کې تر چاودنې وروسته ٣٠ تنه بند پاتې وو.
هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې کان کيندونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو کره شمېره يې ونه وښوده.
مظفري وايي، چې له ياد کان څخه په غير مسلکي توګه کيندنې کېدې.

ايبک (پژواک،  ٩ زمرى ٩٢) : د سمنګان ولايت يو شمېر اوسېدونکو د بېلابېلو موضوع ګانو  په اړه يې خپل نظرونه څرګند کړي ، چې کټ مټ په لاندې ډول خپريږي .
   کونډه: له ټولې کورنۍ سره په ټاکنو کې برخه اخلم

مزارشريف  ( پژواک ٢٢ چنګاښ ٩٢ ) : د سمنګان ولايت اوسېدونکي د کرنيزو اوبو د کمښت له امله په کرنيزو چارو کې او د پوهنې په برخه کې د ښوونځيو د ودانيو د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ دي.
د دغه ولايت اوسېدونکي وايي، چې د سمنګان ولايت د مرکز د کرنيزو سيمو په ګډون د دغه ولايت ټولې ولسوالۍ د کرنيزو اوبو له جدي کمښت سره مخ دي.
د حضرت سلطان ولسوالۍ د افغانيه کلي اوسېدونکي محمد الله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کرنيزو اوبو د کمښت له امله هر کال خپله ټوله ځمکه نه شي کرلی.

مزارشريف ( پژواک ١٨ چنګاښ ٩٢ ) : د سمنګان ولايت اوسېدونکي په دغه ولايت کې د څښاک د اوبو د اسانتيا او د ولسواليو تر منځ د لويو لارو د جوړېدو غوښتنې کوي.
دوی وايي، چې د ولايت مرکز ته د دغه ولايت د شپږو ولسواليو راغلې لارې ټولې رغېدو او قير کېدو ته اړتيا لري.دغه لارې تر دومره خرابې دي، چې د ځينو ولسواليو اوسېدونکي د ولايت مرکز ته د مزارشريف ښار له لارې په راتلو مجبورېږي.
همداراز د دغه ولايت اوسېدونکي د ولايت د مرکز ايبک ښار په ګډون په ټولو ولسواليو کې د څښاک د اوبو د اسانتيا غوښتنه کوي.

مزارشريف ( پژواک ١٠ چنګاښ ٩٢ ) : د سمنګان ولايت اوسېدونکي په دغه ولايت کې له شته امنيت څخه خوښ دي؛ خو د دغه ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې د لا ډاډمن امنيت په موخه د پوليسو د تشکيل ډېرښت او د تجهيزاتو زياتوالي ته په پوره توګه اړتيا لري.
امنيتي چارواکي وايي، چې له دغه ولايت څخه تېرېدونکې د شمال لويه لاره په پوره توګه په امن کې ده.
دوی وايي، چې پرته له دره صوف پاين ولسوالۍ، چې وخت ناوخته له نسبي ناامنۍ سره مخ کېږي، د مرکز ايبک ښار په ګډون په پاتې پنځو ولسواليو کې په پوره توګه حالات ډاډمن دي.

ايبک ( پژواک ١٠ زمرى ٩٢ ) : د سمنګان ولايت چارواکي وايي، چې په تېرو څو کلونو کې په دغه ولايت کې د بيارغونې په برخه کې د ياد وړ چارې تر سره شوې دي ، خو اوسېدونکي يې بيا ترسره شوى کار کم بولي او د ډېر کار غوښتنه کوي.
د سمنګان د والي وياند صديق الله عزيزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې که څه هم په ځينو برخو کې لا هم جدي کار ته اړتيا شته؛ خو سربېره پر دې په دغه ولايت کې د بيارغونې په برخه کې د ياد وړ کارونه شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې په تېرو څو کلونو کې په دغه ولايت کې د روغتيا په برخه کې د ياد وړ کارونه تر سره شوي دي.

مزارشريف ( پژواک ٢٩ چنګاښ ٩٢ ) : په سمنګان ولايت کې د پوهنې په برخه کې  ترسره شوې چارې د دغه ولايت اوسېدونکو ته د قناعت وړ نه دي، د ښوونځيو د ودانيو نشتوالی، د مسلکي ښوونکو او کتابونو کمښت او په ښوونځيو کې د څښاک د اوبو نشتوالی هغه ستونزې دي، چې د دغه ولايت د پوهنې بهير يې ټکنى کړی دی.
د دغه ولايت د پوهنې رياست مرستيال مخدوم عبدالحی حاکم پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ولايت په مرکز او شپږو ولسواليو کې د ديني مدرسو  او خصوصي ښوونځيو په ګډدون ۲۹۹ تعليمي ادارې لري.
نوموړي زياته کړه، چې په دغو ښوونيزو ادارو کې۱۱۰ زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې ۳۵سلنه يې نجونې دي

مزارشريف (پژواک،١٩ سنبله٩٢): باشندگان ولايت سمنگان مى گويند کارهاى صورت گرفته در بخش معارف اين ولايت کفايت نمى کند و نبود ساختمان هاى مکاتب، معلمين مسلکى، کتب درسى و آب صحى آشاميدنى، از مشکلاتى است که روند معارف اين ولايت را با کندى مواجه کرده است.
مخدوم عبدالحى حاکم معاون رياست معارف اين ولايت، به آژانس خبرى پژواک گفت که به شمول مدارس دينى و مکاتب خصوصى، ٢٩٩ ادارۀ تعليمى، در مرکز و شش ولسوالى اين ولايت فعاليت دارد.
حاکم افزود که ١١٠ هزار شاگرد که ٣٥ درصد شان را دختران تشکيل ميدهند، مصروف فراگيرى تعليم ميباشند.

کلات ( پژواک  ٢٣زمرى ٩٢ ) : د سمنګان ولايت اوسېدونکي او چارواکي وايي، چې ددې ولايت د شاوخوا ۸۵ سلنه خلکو اقتصاد پر کرنه او مالدارۍ ولاړ دی او له دې لارې خپل ژوند پر مخ بيايي.
دوی وايي، چې په تېرو لسو کلونو کې د دوی د ستونزو د حل په موخه وړې وړې پروژې عملي شوي ، خو لا هم د دوی سترې ستونزې پر ځای پاتې دي.
ځمکه وال او بزګران وايي ، چې په دغه موده کې د کرنې او مالدارۍ د پياوړتيا لپاره دولت او مرستندويه ټولنو کار کړی ، خو د کرنيزو اوبو د کمښت ستونزه، چې له امله يې د دوی کرنه او مالداري زيانمنېږي، نه ده حل شوې.
کرنه:

Pages

ټاکنیز خبرونه

کمیتۀ دادخواهی دايکندى خواهان تمديد زمان توزيع کارت رايدهى شد
By: محمد برات , Date:13/10/2019

په ولسمشرۍ ټاکنو کې د پارلماني هغو په پرتله د خلکو ګډ...

ایبک (پژواک، ۲۱ تله ۹۸): په سمنګان کې د ولسي جرګې ټاکنو په پرتله په ولسمشرۍ ټا... پاتی برخه

د ولايتي شوراګانو

عروسى دسته جمعى ١٤٠ زوج در سمنگان برگزار شد
By: محمد برات , Date:17/08/2015

سمنګان کې د ١٤٠ جو...

ايبک (پژواک ٢٦ زمرى ٩٤): په  سمنګانو کې د ١٤٠ ځوانو جوړو (ناوې او زوم) د... پاتی برخه