ايبک (پژواک ٢٦ زمرى ٩٤): په سمنګانو کې د ١٤٠ ځوانو جوړو (ناوې او زوم) د ډله ييز واده د جشن مراسم د دغه ولايت د يو شمېر اوسېدونکو په مرسته د ايبک ښار په قصر الماس هوټل کې تر سره شو.
د دغه ولايت مرکز ايبک ښار اوسېدونکي حاجي عبدالقدوس پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه جشن لګښتونه د سمنګان ولايت د ٣٤ اوسېدونکي له لوري چې اوسمهال له هېواده بهر دي، ورکړل شوي دي.
هغه وويل، د واده په دغه جشن کې د ناوې او زومانو او د دغه ولايت شاوخوا شپږ زرو کسانو ګډون کړى و.