Add new comment

د سمنګان د لري پرتو سيمو خلک له نوم ليکنې بې برخې پاتې دي

 
مزارشريف (پژواک ١٣ لړم ٩٢): د سمنګان د ولايتي شورا غړي او اوسېدونکي وايي، چې د لارو بندېدو او لري والي له امله لرې پرتې سيمې د ټاکنو له کارتونو بې برخې پاتې دي.
د سمنګان د ولايتي شورا غړي احمدعلي شاه تمسکي د لړم په ۱۳مه پژواک خبري اژانس ته وويل، په دغه ولايت کې ډېرې داسې سيمې شته، چې د نوم ليکنې له مرکزونو خورا لرې پرتې دي.
نوموړي زياته کړه، داسې سيمې هم شته، چې د تګ راتګ لارې يې بندې دي، چې له امله يې عام خلک د ټاکنو کارتونه نه شي ترلاسه کولی.
د هغه په وينا، يو شمېر سيمې چې د سختو غرنيزو لارو له امله ورته موټر هم تګ راتګ نه کوي، همدا لامل دی، چې د ټاکنو د کارتونو د وېش له مرکزونو څخه عام خلک لرې پاتې دي.
تمسکي وويل: ((ښځې خو څه کوې، چې د شته ستونزو له امله سړي هم د کارتونو د وېش مرکزونو ته ځانونه نه شي رسولی.))
خو نوموړي له امنيتي پلوه د سمنګان ولايت حالت ډاډمن وباله.
د هغه په وينا، تر دې دمه له امنيتي پلوه د ټاکنو د کارتونو د وېش په چارو کومه ځانګړې ستونزه نه ده رامنځ ته شوې.
خو د ولايتي شورا بل غړي احمدعلي شاه پژواک ته وويل، چې د ټاکنو د چارو په سمه توګه د ترسره کېدو په موخه بايد امنيتي مسوولين ګړندي ګامونه واخلي، چې حالت همداسې ډاډمن خوندي پاتې شي.
د حضرت سلطان ولسوالۍ د ګودرې سيمې اوسېدونکي سيدعلي پژواک ته وويل، چې د دوی سيمه د کارتونو د وېش تر مرکزه له ۱۰۰ کيلومتره ډېر واټن لري.
نوموړي زياته کړه، همدا لامل دی، چې د دې سيمې ډېر خلک له کارتونو بې برخې پاتې دي.
د هغه په وينا، لا يې هم سيمې ته د کارتونو د وېش ګرځنده ډلې نه دې ورغلې.
سيدعلي وويل، که چېرې حالت همداسې روان وي؛ نو ممکن ډېر خلک د ټاکنو له کارتونو څخه محروم پاتې شي او په ټاکنو کې برخه وانه خيستلی شي.
د سمنګان د ټاکنو خپلواک کمېسيون مسوولين که څه هم په دغه ولايت کې د ټاکنو د کارتونو د وېش د مرکزونو د لرې والي پخلی کوي؛ خو وايي، چې سربېره پر دې په دغه ولايت کې د ټاکنو د کارتونو د وېش پروسه ګړندۍ روانه ده.
د دغه ولايت د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مسوول محمد کريم پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د سمنګان ولايت ډېری ولسوالۍ غرنۍ دي، چې له همدې امله د کارتونو د وېش له مرکزونو څخه د عامو خلکو واټن په ځينو سيمو کې ډېر دی.
نوموړي زياته کړه، چې په هره ولسوالۍ کې د ولسوال، امنيه قوماندان او قومي مشرانو په سلا د کارتونو د وېش پنځه پنځه مرکزونه جوړ شوي دي.
د هغه په وينا، په ځينو غرنيو سيمو کې دغه مرکزونه له ځينو کليو او بانډو سره ۱۷۰ کيلومتره واټن هم لري؛ خو بيا هم عام خلک هڅه کوي، چې کارتونه ترلاسه کړي.
محمد کريم وويل، چې په تېرو دريو ورځو کې دوی د کارتونو له کمښت سره مخ شوي دي، چې دغه ستونزه يې له مرکز سره شريکه کړې ده.
نوموړي زياته کړه، چې د کارتونو کمښت د دې معنی ورکوي، چې په دغه ولايت کې د کارتونو وېش ښه روان دی.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.