د سمنګانو ولايتي شورا ٩ څوکۍ لري چې د روان کال په ټاکنو کې د ولايتي شورا درې پخواني غړي هم يو ځل بيا دغې شورا ته بريالي شوي دي.
  ١-حاجي راز محمدحاجي محمد:
حاجي راز محمد حاجي محمد د باز محمد زوى ، چې په ١٣٣٤ لمريز کال  کې د دره صوف بالا ولسوالۍ په چهاردهي کلي کې زېږېدلى دى. نوموړي خپلې زده کړې په يوه خصوصي ديني مدرسه کې پاى ته رسولي او د ١٢ ټولګي د فراغت سند تر څنګ له مدرسې څخه د فراغت شهادتنامه ( برى ليک) لري.
حاجي محمد د ولايتي شورا ګانو د لومړي پړاو ټاکنو( ١٣٨٤ لمريزکال) کې پوره رايې تر لاسه کړې او د شورا د کورنيو ټاکنو په پايله کې د مشرانو جرګې لپاره د سمنګانو د منتخب سناتور په توګه  وټاکل شو. نوموړي تر دې وړاندې د اسلامي وحدت ګوند د ټولنيزو خدمتونو د رييس او د غنډ د قوماندان په توګه دنده تر سره کړې. حاحي محمد د ولايتي شورا د ١٣٩٣ کال په ټاکنو کې يو ځل بيا ولايتي شورا ته بريالى شو.
د اړيکې شمېره: ٠٧٧٦٠٦٠٢١١
 ٢-حاجي صفت الله سمنګانى:
حاجي صفت الله سمنګانى د احمدخان سمنګاني زوى،چې په ١٣٦٧ لمريز کال کې د سمنګان ولايت د مرکز ايبک په جوى ژوندون کلي کې زېږېدلى دى. نوموړي خپلې زده کړې تر ١٢ ټولګي پورې په المان کې په ١٣٨٨ کال کې پاى ته رسولې دي او اوسمهال د مولانا جلال الدين بلخي  پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي محصل دى.
سمنګانى وړاندې له دې چې ولايتي شورا ته لاره پيدا کړي،  پر زده کړو بوخت و او کومه رسمي دنده يې نه درلوده، خو د تحصيل تر څنګ په سمنګانو کې د مدني ټولنې غړى و. د سمنګاني پلار د ولسي جرګې غړى و چې په ١٣٩١ لمريز کال کې په ايبک ښار کې په يوه ځانمرګي بريد کې ووژل شو.
د اړيکې شمېره: ٠٧٧٣٥٠٥٠٧٠
  ٣-محمدپذيربسيج :
محمد پذير بسيج د قربان علي زوى، چې په ١٣٥٨ لمريز کال کې د سمنګان ولايت د دره صوف بالا ولسوالۍ په شيخ کلي کې زېږېدلى دى. نوموړي خپلې زده کړې تر ١٢ ټولګي پورې د کندوز ولايت په خصوصي ديني مدرسه کې پاى ته رسولې دي، خو په دې اړه يې زيات معلومات ورنه کړل.
بسيج له دې مدرسې نه تر فراغت وروسته د حرکت اسلامي د غړي او يوه مدني فعال په توګه کار کړى دى. نوموړى د ولايتي شورا د ١٣٩٣ لمريز کال په ټاکنو کې ولايتي شورا ته بريالى شو.
د اړيکې شمېره: ٠٧٧١٤١٨٨١٠
  ٤-قاضي نقيب الله تاتار:
قاضي نقيب الله تاتار د قاضي غلام سخي زوى ، چې په ١٣٦٦ لمريز کال کې د سمنګانو د روى دواب ولسوالۍ په موهوي کلي کې زېږېدلى دى. نوموړى د خپلو لومړنيو او ثانوي زده کړو تر بشپړولو وروسته په ١٣٨٦ لمريز کال کې د بلخ پوهنتون د شرعياتو پوهنځي ته داخل شو او په ١٣٨٩ لمريز کال کې له دې پوهنځي څخه د ليسانس په کچه فارغ شو. تاتار ولايتي شورا ته تر بريالي کېدو وړاندې له ١٣٨٩ لمريز کال څخه تر ١٣٩٣ کال پورې د څلورو کلونو لپاره په دې ولايت کې د مدافع وکيل په توګه کار کړى دى.
د اړيکې شمېره: ٠٧٧٧٣١٤٥٥٥
  ٥-محمدعوض بيګ بيګ اوغلي:
محمدعوض د ثمرالدين بيګ زوى، چې په ١٣٥٦ لمريز کال کې د دره صوف پايين ولسوالۍ په سفيد کوتل کلي کې زېږېدلى دى. نوموړي خپلې زده کړې تر ١٤ ټولګي پورې د لقمان حکيم انستيتيوت په فارمسي څانګه کې په ١٣٩٢ لمريز کال کې پاى ته رسولې دي. بيګ اوغلي د ولايتي شورا په پخوانۍ دوره کې هم وکيل و او د روان کال په ټاکنو کې يې هم خپله څوکۍ وساتله. نوموړى تر وکالت وړاندې د مدني ټولنې له فعالانو څخه و.
د اړيکې شمېره: ٠٧٧٧٣١٤٥٥٥
  ٦-معصومه حسني:
معصومه حسني د محمدصادق لور، چې په ١٣٦٧ لمريز کال کې د سمنګانو ولايت د دره صوف  ولسوالۍ په تور کلي کې زېږېدلې ده. نوموړې خپلې زده کړې تر ١٤ ټولګي پورې د تهران په سارميه ښوونيزه موسسه کې د منځني طب په برخه کې تر سره کړې دي. اوسمهال په سمنګانو کې د مولانا جلال الدين محمد بلخي پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د دويم کال محصله ده.
حسني تر کالت وړاندې په سمنګانو کې د مدني ټولنې فعاله وه او  همدارنګه دوه کاله يې د دره صوف بالا  ولسوالۍ په پسقول کلينيک کې  دنده اجرا کړې ده.
د اړيکې شمېره: ٠٧٧٤٤٤٤٣٣٣
  ٧-سيدعبدالعليم سادات:
سيدعبدالعليم سادات د سيدمحمد زوى، چې په ١٣٣١ لمريز کال کې د سمنګان ولايت د خدريان ولسوالۍ په خرم سارباغ کلي کې زېږېدلې ده. نوموړي د کرنې لېسه کې تر ١٢ ټولګي پورې زده کړه کړې او په ١٣٥٧ لمريز کال کې د فراه ولايت له کرنې لېسې څخه فارغ شوى دى.
سادات له ١٣٥٧ لمريز څخه  تر ١٣٨٤ کال پورې د ٢٧ کلونو لپاره په سمنګانو کې د کرنې د مامور په توګه دنده اجرا کړې. سادات د ولايتي شورا پخوانى غړى دى او د ١٣٩٣ لمريز کال په ټاکنو کې يو ځل بيا د ولايتي شورا د وکيل په توګه وټاکل شو.
د اړيکې شمېره: ٠٧٩٨٤٥٠٩٥٤
 ٨-خاټول شيرزوى:
خاټول شيرزوى د حاجي جمعه لور، چې په ١٣٤٦ لمريز کال  کې د سمنګان ولايت د حضرت سلطان ولسوالۍ په سرقيه افغانيه کلي کې زېږېدلې ده. نوموړې خپلې زده کړې تر ١٤ ټولګي پورې سرته رسولې او په ١٣٦٤ کال کې د سمنګانو د ښوونکو روزنې موسسه کې پاى ته رسولې دي.
شيرزوى له ١٣٦٤ کال څخه تر ١٣٩١ کال پورې د اوه ويشتو کلونو لپاره د سمنګان د مرکز ايبک ښار په اجاني ملکي لېسه کې د ښوونکې په توګه دنده اجرا کړې او همدارنګه له ١٣٩١ لمريز کال  څخه  تر ١٣٩٣ کال پورې د ايبک د کارته صلح د لېسې د ښوونځي د امر  په توګه دنده اجرا کړې ده. نوموړې د روان کال د ولايتي شورا ټاکنو کې بريالۍ شوې.
د اړيکې شمېره: ٠٧٩٩٠٧٢٣٧٥
    ٩-محمدهاشم سروري:
محمدهاشم سروري د سراج الدين زوى، چې په ١٣٦٠ لمريز کال کې د سمنګان ولايت د مرکز ايبک په ژوندون دره کلي کې زېږېدلى دى. نوموړي خپلې زده کړې تر ليسانس درجې پورې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون په ژبو او ادبياتو پوهنځي کې په ١٣٨٤ لمريز کال کې پاى ته رسولې دي.
سروري ولايتي شورا ته تر کاميابېدو وړاندې له ١٣٨٤ کال  څخه  تر ١٣٨٦ کال پورې د دوو کلونو لپاره د سمنګان او بغلان ولايتونو د ملي امنيت رياستونو د کنټرول او تفتيش د امر په توګه کار کړى او همدارنګه له ١٣٨٦ لمريز کال  څخه تر ١٣٩٣ کال پورې يې د يوې اونيزې د مسوول مدير په توګه دنده اجرا کړې ده.
د اړيکې شمېره: ٠٧٩٠٥٠٠٩٠٠