١-د سمنګانو د شاعرانو او ليکوالو ټولنه :
دغه ټولنه له تېرو لسو کلونو په دغه ولايت کې ادبي او فرهنګي هڅې کوي. د دغه ولايت لسګونه شاعران او اديبان يې غړي دي. دوی د خپلو مياشتنيو ناستو له لارې په ادبي ژانرونو نقد او بحث هم کوي.
٢-د سمنګان د تياتر او سينما ټولنه:
دغه ټولنه له تېرو پنځو کلونو راهيسې په سمنګان ولايت کې د سيمنا او تياتر په برخه کې هراړخيز فعاليتونه کوي. په سمنګان ولايت کې يواځينۍ هنري ډله ده، چې د سينما او تياتر د پرمختګ په موخه هنري هلې ځلې کوي.
٣-د سمنګان د نقاشانو او خطاطانو ټولنه:
دغه ټولنه له تېرو لسو کلونو راهيسې په دغه ولايت کې د انځورګرۍ او خطاطۍ په برخو کې هنري هڅې کوي. دغه انجمن د ۱۳۹۲ لمريز په لومړۍ مياشت کې لسګونه انځورونه، هم نندارې ته وړاندې کړل. سربېره پر دې، د همدې انجمن له لارې د سمنګان ولايت ډېری ځوانان، چې له دغه هنر سره مينه لري، هم تر روزنې لاندې دي.
٤-د باختر فرهنګي ټولنه :
دغه ټولنه له تېرو پنځو کلونو راهيسې په سمنګان ولايت کې فرهنګي او ټولنيزې هڅې کوي. دغه انجمن لسګونه غړي لري، چې په مهالنۍ توګه په خپلو کې د علمي کچې د لوړتيا په موخه ناستې هم کوي.
٥-د توران فرهنګي ټولنه:
دغه ټولنه د ۱۳۸۷ لمريز په اوږدو کې د سمنګان ولايت د يو شمېر ځوانانو او مشرانو پر مټ منځ ته راغلې ده. دغه ټولنه هم فرهنګي او ټولنيز فعاليتونه کوي.
٦-دسمنګان د ځوانانو د يوالي ،تفاهم او فرهنګي شورا:
دغه ټولنه له تېرو څلورو کلونو راهيسې په سمنګان ولايت کې کولتوري او ټولنيز فعاليتونه کوي. د ځوانانو د همغږۍ يواځينۍ شورا ده، چې د کولتوري فعاليتونو تر څنګ په ځينو سياسي فعاليتونو کې هم ونډه اخلي.