سمنګان ولايت د بلخ او بغلان ولايتونو ترمنځ پروت دی. دغه ولايت د هېواد په شمالی سيمه کی موقيعت لري، تاجکستان او ازبکستان سره ګډه پوله لري. د دې ولايت سوېل لورته د هندوکش د چنغور غاښ او د ايبک په برخه کې هوارې زراعتي ځمکې اوشمال لور ته د آبدان مير علم شګلنې دښتې، د آمو سيند شاوخوا ساحه پوښلې ده.
ددې ولايت خلک له بزکشۍ او د غرڅو له ښکار سره ډېره مينه لري.
 
 دا ولايت د شفتالو، پستې، آلو،زردالو او بادامو ډېر باغونه لري. د دغه ولايت اوسېدونکي د غاليو او لاسي صنايعو په ګنډلو کې ډېر مهارت لري.
د دغه ولايت مرکز ايبک ښار دی.
 
ددې ولايت هوا ګرمه او وچه ده. په اوړي کې د تودوخې لوړه درجه ۲۵ او ۳۰ درجې سانتی ګريد وي او په ژمي کې -۵ او -۱۰ ته راښکته کېږي. د کلني اورښت اندازه يې د ۳۰۰ او ۴۰۰ ملي مترو په شاو خوا کې اټکل شوې ده.
د وروستيو شمېرو له  مخې ، ددې ولايت نفوس ۳۱۲۵۲۴ زره تنه اټکل شوى دى او مساحت يې ۱۶۲۰۰  کيلو متر مربع دى.
 
په دغه ولايت کې ازبک، پښتانه، تاجکان، ترکمن، ايماق، عرب او د افغانستان ځينې نور   قومونه ژوند کوي. د دغه ولايت په دښتو او غونډيو کې د کوچيانو پسرلنۍ او د مني مېنې هم شته دي.
دا ولايت يو روښانه او لرغونی تاريخ لري. حضرت سلطان، د بوديزم په سبک لويې سوړې او غارونه د سرخرنګ خټينې مجسمې او تخت رستم ددې ولايت مهم تاريخې ځايونه دی.
د کشفياتو له مخې، ډېرې سوړې او مغارې موندل شوې دي او دا ثابتوي، چی د سمنګان نوم هم ازبکي او تاريخي ريښه لري، ځکه چې په ازبکي کې(سومونګ،ايان) دی، چې مانايې د سوړو اوسېدونکو په مفهوم ده.
 تر ميلاد پنځه پېړۍ وړاندې د رستم تخت له تېږې څخه جوړ کړای شوی دی.
 
اداري واحدونه:
 
سمنګان د ولايت د مرکز ايبک ښار په ګډون شپږ ادراي واحدونه لري: ايبک ښار، روی دو اب ولسوالۍ، حضرت سلطان ولسوالۍ، فيروزنخجير ولسوالۍ، دره صوف بالا ولسوالۍ او دره صوف پاين ولسوالۍ.
 
اقتصاد او سوداګري :
 
په سمنګان ولايت کې اقتصاد د مالدارۍ او کرنې تر څنګ تر ډېره په دغه ولايت کې د شته ډبرو سکرو پر کانونو ولاړ دی.
د دغه ولايت په دره صوف بالا، دره صوف پاين  او روی دو اب ولسواليو کې د ډبرو سکرو د شته کانونو د استخراج له امله د دغه ولايت زيات شمېر اوسېدونکو ته د کار زمينه برابره شوې ده. د سمنګان ولايت اوسېدونکي د غاليو او لاسي صنايعو له لارې هم د خپلو اقتصادي ستونزو د حل لټه کوي، چې په دغه هنر کې ښه نوم هم لري. د دې تر څنګ په دغه ولايت کې باغداري عموما ډېره ده، چې له لارې يې خلک د وچيو او تازه  ميو په سوداګرۍ هم اخته دي. ددې ولايت خلک په مالدارۍ هم بوخت دي او له دې حيواني محصولاتو څخه ډېر ښه عايد لاسته راوړي.
 
سيندونه او بندونه:
 
د تاشقرغان- سمنګان سيند د دغه ولايت د کرنيزو اوبو ستره سرچينه ده؛ خو تر څنګ يې اب کلی، مغل او قچن دره په نامه د کرنيزو اوبو درې ستر بندونه لري، چې په پوره توګه بيارغونې ته اړتيا لري.
اب کلی د اوبو بند د روی دو اب او حضرت سلطان ولسواليو تر منځ موقيعت لري، چې تر کار لاندې دی
همداراز مغل د اوبو بند په فيروز نخچير ولسوالۍ کې دی، چې که ورغول شي؛ نو د همدې ولسوالۍ د کرنيزو اوبو ستونزه په پوره توګه حل کېدای شي.
د قچن دره د اوبو بند د خرم وسارباغ ولسوالۍ او ايبک ښار تر منځ پروت دی، چې په بيارغونه به يې د همدې سيمو د کرنيزو اوبو ستونزه حل شي.
 
کرنه:
 
سمنګان ولايت که څه هم د کرنيزو  اوبو د کمښت له امله يې کرنيزې چارې ټکنۍ دي؛ خو د پراخو دښتو او خاورينو غونډيو لرونکی ولايت دی، چې عموما يې خلک باغداري ډېره کوي.
الوبخارا، الو، پسته،چارمغز، زردالو او زيره يې مهم پيداواردی. غنم،وريجې، وربشې او جوار پکې ښه حاصل ورکوي. په دی ولايت کې هندواڼې په يو ځانګړي کيفيت توليدېږي او د بزکشۍ آسونه په فني دود روزل کېږی.
د تاشقرغان - سمنګان سيند يې د اوبو ستره منبع ده.
د کرنې رياست د معلوماتو له مخې، سمنګان ولايت (۲۲۲۰۰۰) هکتاره آبي او (۷۳۰۰۰) هتکاره للمي ځمکه لري. ددې ولايت (۶۸۸۵۰۰) جريبه ځمکه د چنار، پنجه چنار،توت، زردالو،الو، الوبخارا او شفتالو ونو نيولې ده.
 
کولتور:
 
په سمنګان ولايت کې هم د هېواد د نورو ولايتونو په څېر فرهنګي او کولتوري فعاليتونه شته دي.
په دغه ولايت کې د اطلاعات او فرهنګ رياست تر څنګ، انجمن شعرا و نويسندګان، انجمن خطاطان او نقاشان او انجمن سينما و تياتر هم ازاد فرهنګي، کولتوري او هنري فعاليتونه کوي.
د ملي راډيو تلويزيون تر څنګ پکې د رستم په نامه خصوصي تلويزيون فعاليت د پيلېدو په درشل کې دي. همداراز د شهروند، رستم او صدای حقيقت په نامه خصوصي راديوګانې فعاليت کوي او د سحر په نامه خصوصي راډيو به په نږدې موده کې خپل فعاليت پيل کړي.
په سمنګان ولايت کې که څه هم ورځپاڼه نه چاپېږي، خو د ايبک او تخت رستم په نامه اوونيزې پکې خپرېږي.
همداراز په دغه ولايت کې د جريده سمنګان په نامه د اطلاعات او فرهنګ مياشتنۍ خپرونه، د پيام سمنګان په نامه خپرونه او د حکومت و مردم په نامه مجله د ولايت مقام له خوا، د ولايتي شورا  له خوا د پيام په نامه مجله خپرونې کوي. د دې تر څنګ د سهراب په نامه ازاده مياشتنۍ خپرونه هم په دغه ولايت کې خپرېږي.
په سمنګان ولايت کې هم وخت ناوخته د فرهنګيانو له خوا ادبي او کولتوري مياشتنۍ ناستې تر سره کېږي.
 
پوهنه:
 
د سمنګان ولايت په مرکز او شپږو ولسواليو کې د ديني مدرسو  او خصوصي ښوونځيو په ګډون ۲۹۹ تعليمي ادارې لري.
په دغو ښوونيزو ادارو کې۱۱۰ زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې ۳۵سلنه يې نجونې دي. په يادو تعليمي ادارو کې  ۲۴۳۰ ښوونکي په کې په ښوونه بوخت دي.
د دغه ولايت په هره ولسوالۍ کې يوه ديني مدرسه هم فعاليت کوی، چې سلګونه ځوانان پکې په ديني زده کړو بوخت دي.
په دغه ولايت کې يو دولتي پوهنتون چې درې پوهنځي پکې فعال دي، هم د لوړو زده کړو په برخه کې فعاليت کوي.
 
مشاهير:
 
عبدالواحد صرير، ميرزا عبدالقادر بېدلچه، خادم خرمي، ابويعقوب سمنګاني، ابو جعفر سمنګاني، عبدالخالق وفايي خرمي، ميرزا نيازی، ميرزا حسين خان خرمي، عبدالغفور رمزي، حفيظ الله قطره، دشتي سمنګاني، عبدالهادي هادي، ميرزا عصمت الله شرقي.
 
لوبې:
 
په سمنګان ولايت کې لا هم بزکشي له ټولو ډېره کېدونکې او خوښونکې لوبه ده. د دې تر څنګ په تېرو لسو کلونو کې پکې نوې لوبې هم د پرمختګ په حال کې دي.
په دې ولايت کې کرکټ ، فوټبال، واليبال، وزن پورته کول، تکواندو، کانګو، کاراته او فوټسال ډېر لوبغاړي لري.