٥٧-محمداصف عظيمي
د سمنګانو انتخابي سناتور
 
محمد اصف عظيمي د محمدنبي زوى، چې په ١٣٤٦ لمريز کال د سمنګانو د مرکز ايبک ښار په لومړۍ ناحيه کې زېږېدلى دى. نوموړي خپلې زده کړې تر بکلوريا پورې سر ته رسولې دي. عظيمي له پخوانو جهادي قوماندانانو څخه دى او تر دې وړاندې يې  د ٧ نمبر قول اردو د ٥٦٥ غنډ د قوماندان او دحيرتان – مزارشريف لويې لارې دساتنې کنډک دقوماندان په توګه دندې اجرا کړي،له جمعيت اسلامي ګوندسره تړاو لري او په شپاړسمه دوره کې  دسمنګانو استازولي کوي.
 
د اړيکو شمېرې :0799195489-0788333877
 
        
٨٥-حاجي سيد حسين اقا هاشمي
د سمنګانو انتخابي سناتور
 
حاجي سيداقا حسين هاشمي د حاجي سيد شهزاده زوى، چې په ١٣٤٣ لمريز کال  ددغه ولايت په دره صوف ولسوالۍ کې زېږدېدلى دى. نوموړي خصوصي زده کړې کړي او د شوروي يرغل پر وړاندې يې په جهاد کې برخه اخيستې وه. هاشمي د حرکت اسلامي افغانستان  ګوند د مشرتابه شورا غړى دى .
 
د اړيکو شمېرې : 0707774030 -0778830842
برېښناليک : :                      [email protected]
 
 ٨٧-عزيزه مصلح
د سمنګانو انتصابي سناتوره
 
عزيزه مصلح د حاجي سيدمحمد صالح لور، چې په ١٣٣٣ لمريز کال د سمنګان په مرکز ايبک کې زېږېدلې ده. نوموړې د سمنګان له دارالمعلمين څخه فارغ شوې او په ١٣٤٢ لمريز کال کې يې د ١٤ سند تر لاسه کړى دى . نوموړې له وکالته وړاندې د ښوونکې، د ښوونځي د مرسيتالې، په سمنګانو کې د لېسې د مديرې، د پوهنې رياست د تعليمي نظارت دغړې او عمومي مديرې په توګه دندې تر سره کړې دي.
 
د اړيکو شمېرې:  0799126057-0788264083