١-پيام  سمنګان:
دا خپرونه د سمنګان ولايت  مقام له خوا خپرېږي او خپلې خپرونې يې په ١٣٨٦ لمريز کال کې پيل کړې دي. دا خپرونه د ولايت مقام د فعاليتونو ترڅنګ،  فرهنګي او ټولنيز مطالب خپروي او له ١٠ زيات کار کوونکي لري. مسوول مدير يې فتح الله وفي دى.
د اړيکې شمېره : ۰۷۹۹۲۹۲۹۲۳
٢-حکومت و مردم :
دا خپرونه هم د ولايت مقام له خوا  په مياشت کې يو ځل خپرېږي، اته کارکوونکي لري او مسوول مدير يې صديق عزيزي دى .
د اړيکې شمېره : ۰۷۷۷۵۵۰۱۲۲
 ٣-پيام شوراى ولايتى :
دا مجله  ددې ولايت په ولايتي شورا پورې اړه لري، چې خپلې خپرونې يې په ١٣٨٨ لمريز کال کې پيل کړي او د ولايتي شورا غړې مېرمن حنيفه امين پور يې مسوول مديره ده.
د اړيکې شمېره : ۰۷۷۷۱۲۴۱۳۲
٤-ايبک اونيزه :
ايبک اونيزې خپلې خپرونې په ١٣٨٢ لمريز کال کې پيل کړي، پنځه کارکوونکي لري او محمدهاشم سروري يې مسوول مدير دى.
 ٥- حقيقت راډيو:
 
حقيقت راډيو دسمنګان له فعالو راډيوګانو څخه يوه ده، چې په ١٣٨٣ لمريز کال کې د انټرنيوز موسسې له خوا  تاسيس شوې او خپرونې يې پيل کړې دي. دغه راډيو د سهار له ٥ دشپې تر ١٢ بجو خپرونې لري  او د پوښښ ساحه يې ٤٥ کيلومتره ده .  لګښتونه يې د اعلاناتو له لارې تمويلېږي او اوسمهال ١٠ کارکوونکي لري. د حقيقت د امتياز خاوند امين الله قيومي دى او د مسوول مديريت چارې يې د سيد احسن الله قريشي پر غاړه دي.
 
د اړيکې شمېره  : ٠٧٠٠٥٤٩٨٢٧     
برېښناليک : [email protected]
 
٦-رستم راډيو:
 
رستم راډيو دسمنګان ولايت له فعالو رسنيو څخه يوده، چې په ١٣٨٩ لمريز کال کې د اميرالله قيومي له خوا تاسيس شوې او خپلې خپرونې يې پيل کړې دي. ددې راډيو خپرونې د سهار له ٥ نه د شپې تر ٣ دوام لري او د پوښښ ساحه يې له ٥٠ کيلومترو نه تر ٧٠ کيلومترو پورې ده . د کارکوونکو شمېر يې ١٨  او مسوول مدير يې شفيق الله  منطقي دى.
 
د اړيکې شمېره : ٠٧٩٩٢٠١٠٧٩
برېښناليک : [email protected]
 
٧-شهروندراډيو:
شهروند راډيو په ١٣٨٩ لمريز کال  کې د احمد جاوېد افغان له خوا تاسيس شوې او خپرونې يې پيل کړې دي. دغه راډيو دسهار له شپږو دشپې تر ١١ بجو خپرونې لري او د پوښښ ساحه يې ٣٠ کيلومتره ده . ياده راډيو له شخصي بوديجې تمويلېږي  او ٨ کارکوونکي لري. احمد جاوېد افغان يې د امتياز خاوند او وجيهه احمدي يې مسووله مديره ده.
د اړيکې شمېره: ٠٧٨٧٧٩٤٣٣٠
برېښناليک: [email protected]
 
 ٨-تخت رستم اونيزه :
 
دغه اونيزه په ١٣٨٩ لمريز کال کې د نجيب الله خرم له خوا تاسيس شوې او هره اونۍ د ٥٠٠ ټوکو په شمېر په سمنګانو، کابل او بلخ ولايتونو کې وېشل کېږي. ياده خپرونه ٩ کارکوونکي لري. د امتياز خاوند او مسوول مدير يې خپله نجيب الله خرم دى.
د اړيکې شمېره : ٠٧٩٤٩١٧٦٨١  
برېښناليک : [email protected]
 
 ٩-نظافت اونيزه :
نظافت مياشتينۍ خپرونه په ١٣٨٨ لمريز کال کې دايبک ښاروالۍ له خوا تاسيس شوې او د ٧٠٠ ټوکو په شمېر په دغه ولايت کې وېشل کېږي . همدا اوس پنځه کارکوونکي لري او مسوول مدير يې بشيرالله فيضي دى.
د اړيکې شمېره : ٠٧٩٩١٦٤٦٧١  
١٠-سمنګان جريده :
سمنګان جريده هم ددغه ولايت له فعالو خپرونو څخه ده، چې داطلاعاتو او کولتور رياست په چوکاټ کې خپرېږي او په ١٣٥٧لمريز کال کې تاسيس شوې ده . ددې خپرونې  د هرې ګڼې ټوکشمېر ١٨٠٠ دى او همدا اوس ٦ کارکوونکي لري ، چې د مسوول مديريت چارې يې د عبدالغفور مومند پر غاړه دي.
د اړيکې شمېره : ٠٧٩٩٢٩٢٩٢٣