پوهنيار خير الله انوش د عبد الصمد زوى، چې په ١٣٣٦لمريز کال کې د فارياب ولايت اندخوى ولسوالۍ د شهرميمنه په کلي کې زيږيدلى دى، نوموړي خپلې منځنۍ او د لېسې په کچه زده کړې د اندخوى ولسوالى په ابو مسلم ښوونځي کې تر سره کړې دي.
د کانکور له ازموينې څخه وروسته، په ١٣٥٦لمريز کال کې د کابل پوهنتون د ادبياتو او بشري علومو پوهنځي ته لاره پيدا کړه او په کال ١٣٥٩ کې له ياد پوهنځي څخه فارغ شو.
د ١٣٥٨کال له سلواغې څخه  د ١٣٦١کال تر غويي پورې د اندخوى په سرحدي قوماندانۍ کې د  سربازۍ د مکلفيت دوره پاى ته ورسوله او د ١٣٦١کال له غبرګولي څخه د ١٣٦١کال د کب تر مياشتې پورې د فارياب ولايت په يولدز ښوونځي کې د مدير په توګه يې دنده سرته رسوله .
د ١٣٦٢کال د حمل له مياشتې څخه د ١٣٦٤کال تر زمري مياشتې پورې، د فارياب ولايت د ابو عبيد جوزجاني ښوونځي د مدير په توګه دنده ترسره کوله. د ١٣٦٤کال د زمري له مياشتې څخه د ١٣٦٤کال تر کب مياشتې پورې  د ښوونکو د روزنې د عالي موسسې د ښوونکو د تخصص د انستيتيوت د ښوونکي په توګه دنده ترسره کړې ده. د ١٣٦٥کال له کب څخه د ١٣٦٧کال تر دلوې پورې د کابل د تعليم تربيې دپوهنتون د ښوونکي په توګه  په دندې بوخت و، نوموړي له ١٣٧٥کال څخه تر ١٣٧٧کاله پورې د کابل پوهنتون د پيداګوژۍ له انستيتيوت څخه په ټولنيزو علومو کې ماسټري واخيسته.
انوش، خپله د عسکرۍ دوره د ١٣٦٧کال له کب څخه تر ١٣٧٠ کاله پورې د کابل په دويمه امنيتي جوزه کې ترسره کړې  او بيا وروسته يې په مزار شريف او د منځنۍ اسيا په هيوادونو کې  سوداګري کوله، نوموړي له ١٣٨٢کال څخه تر ١٣٨٩ تر وري مياشتې پورې  د فارياب ولايت د اندخوى ولسوالۍ د ولسوال په توګه دنده ترسره کړې ده .
نوموړى د ١٣٨٩کال د وري له ٢٤څخه د سمنګان د والي په توګه وټاکل شو، انوش، مخکې د جنبش د ګوند غړيتوب درلود ، هغه په دري، پښتو او انګليسي ژبو خبرې کولى شي.