٢١١-الحاج مخدوم محب الله فرقاني:
د سمنګانو د خلکو استازى – رايې : ٧٦٣٨
 
الحاج مخدوم محب الله فرقاني د مرحوم مولوي نور محمد زوى  چې په ١٣٣٣ لمريز کال د دسمنګان ولايت په لوړ دره صوف کې زېږېدلى دى. نوموړي خپلې ديني زده کړې په ١٣٥٧ لمريز کال  په مزارشريف کې پاى ته رسولي او د ١٤ ټولګي سند يې په ١٣٨٤ لمريز کال  کې  تر لاسه کړى دى.فرقاني د ٢٥ کلونو لپاره د جهاد او مقاومت په بهير کې د امر او مسوول او شپږ کاله يې د دره صوف  د ولسوال په توګه کار کړى دى.
د اړيکې شمېره  :   ۰۷۷۱۲۴۲۰۰۷
 
٢١٢-مخدوم ابدال الله محمدي :
دسمنګانو د خلکو استازى –رايې : ٨٩٨٢
 
ابدال الله محمدي د مولوي محمد اسلام محمدي زوى، چې په ١٣٥٧ لمريز کال د روى دو آب ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. نوموړي د ١٤ ټولګي سند په ١٣٨٢ لمريز کال کې تر لاسه کړى او خپلې نورې ديني زده کړې يې په پاکستان کې مخته وړې دي.نوموړى دا مهال د کابل په يوه خصوصي پوهنتون کې د شرعياتو پوهنځى وايي. محمدي دخپل پلار له وژنې وروسته د هغه ځاى ناستى شو او تردې وړاندې يې د ولسمشرۍ د تشريفاتو رياست دکارکوونکي او په سمنګانو ولايت کې د  ولسمشر حامد کرزي دکمپاين د مسوول په توګه دنده اجرا کړې ده.
 
د اړيکې شمېره:  ۰۷۹۹۷۰۵۲۷۷
 
 ٢١٣-ارواښاد مرحوم احمدخان سمنګاني :
دسمنګانو د خلکو استازى –رايې : ۱۹۱۶۶
 
ارواښاد سمنګاني په ١٣٤٠ لمريز کال د سمنګانو په مرکز ايبک ښار کې زېږېدلى دى. خپلې لومړنۍ ديني زده کړې يې په ١٣٥٣ لمريز کال بشپړې او په سمنګانو کې د جمعيت اسلامي ګوند جهادي قوماندان و.سمنګانى په تېره دوره کې هم د ولسي جرګې غړى و او ١٦ دورې ته يې هم لار ومونده. نوموړى د ١٣٩١ لمريز کال د چنګاښ د ٢٤ مې نېټې په پېښه کې د سمنګانو د ملي امنيت رييس، د لوېديځ زون د پوليس د قوماندان او ٢٠ نورو کسانو سره ووژل شو، په دغه پېښه کې لسګونه نور کسان ټپيان وو.
 ٢١٤-معصومه خاوري:
د سمنګانو د خلکواستازې –رايې : ٣٥٦١
معصومه خاوري د جمعه خان لور، چې په ١٣٤٦ لمريز کال په ايران کې زېږېدلې او له اره د  بر دره صوف اوسېدونکې ده. نوموړې خپلې ثانوي زده کړې په ١٣٧٩ لمريز کال په ايران کې پاى ته رسولي او د ليسانس سند يې  په ١٣٨٨ لمريز کال د ترکيې د انقرې له پوهنتون څخه د طبي لابراتور د علومو په څانګه کې اخيستى دى. خاوري د ترکيې دانقرې په روغتونونو او د ابن سينا روغتون  په ګډون په بېلابېلو څانګو کې دکارکوونکې او د راه فردا تلويزيون په ترکي څانګه کې کار کړى دى.
د اړيکو شمېرې: ۰۷۷۷۷۷۶۴۷۶ او  ۰۷۹۳۱۲۶۸۶۸
برېښناليک : [email protected]