Mineral Resources Special Reports

ايبک (پژواک ٣سلواغه ٩٢) : سمنګان ولايت د هېواد د شمال يو له هغو مهمو ولايتونو څخه دی، چېرته، چې ځمکنۍ زېرمې يې ډېرې دي. دغه ولايت د کابل او بلخ پر لويه لاره پروت دی.
که څه هم ياد ولايت د ډبرو سکرو د کانونو په لرلو  ډير مشهور دی؛ خو سربېره پر دې پکې د ګج، مرمرو او د سيمنټو ځمکنۍ زېرمې هم شته دي.
د سمنګان ولايت د بر دره صوف، کوز دره صوف، روی دو اب ولسواليو او د ولايت د مرکز اړوند سيمو کې کاني زېرمې شتون لري.
خو له بده مرغه لا هم د دغه ولايت ځينې ځمکنۍ زېرمې د زورواکو او په ځينو سيمو کې د عامو خلکو په ولکه کې دي، چې په غير فني توګه له تېرو څو کلونو راهيسې  استخراجېږي.