سمنګان ولايت د مرکز (ايبک) ښار په ګډون اووه اداري واحدونه لري.
 
١-ايبک ښار:
 
ايبک ښار، د سمنګان ولايت مرکز دی، د نفوسو شمېر يې۸۵۴۲۷ تنه اټکل شوی دی. ايبک د مزارشريف او پلخمري ښار پر لويه لاره موقعيت لري.ايبک د خپلو تاريخي ځايونو له امله د افغانستان په لرغوني تاريخ کې ځانګړی ځای لري. کافر قلعه او د رستم تخت يې مشهور تاريخي ځايونه دي. د ښار شاوخوا سيمې يې نستبا هوارې دي، چې د ښار د لا غځېدو اسانتيا لري؛ خو لرې پرتې سيمې په باغونو او ځنګلونو پوښلې دي. د انګورو باغونه او د پستې ځنګلونه يې خورا مشهور دي.
 
٢-حضرت سلطان ولسوالي:
 
دغه ولسوالي د ايبک ښار شمال لورته په ۳۵ کيلومترۍ کې پرته ده، د نفوسو شمېر يې ۳۶۶۹۰ تنه اټکل شوی دی. ددغې ولسوالۍ ډېری سيمې غونډۍ او غرنۍ دی، چې له همدې امله يې نږدې ۸۵سلنه ځمکه للمي ده. دغه ولسوالۍ د ((غار قره کمر)) تاريخي ځای له امله هم شهرت لري.
 
٣-خرم وسارباغ ولسوالي:
 
 نوموړې ولسوالي د ايبک ښار سوېل لور ته په ۴۵کيلومترۍ کې پرته ده، د نفوسو شمېر يې۳۰۷۰۴  تنه اټکل شوی دی. د دغې ولسوالۍ سيمې غرنۍ او غونډۍ لرونکې دي، چې ۸۵ سنله ځمکه يې للمي ده، ډېری اوسېدونکي يې باغ داري  او مالداري کوي.  په دغه ولسوالۍ کې ډېری باغونه د مڼو  او چارمغزو دي، چې ښه شهرت هم لري.
 
٤-دره صوف بالا ولسوالي:
 
  ياده ولسوالي د سمنګان ولايت د مرکز لوېديځ لور په ۱۲۰ کيلومترۍ کې پرته ده، د نفوسو شمېر يې ۵۲۴۷۳ تنه اټکل شوی دی. ياده ولسوالۍ د ډبرو سکرو د کانونو د لرلو له امله خورا شهرت لري، چې دمګړۍ هم پکې د شبشک او دهانه تور په نامه د ډبرو سکرو دوه کانونه د استخراخ په حال کې دي. د دغې ولسوالۍ ډېری سيمې هم غرنۍ دی، چې ډېری اوسېدونکي يې په مالدارۍ بوخت دي.
 
٥-دره صوف پاين ولسوالي :
 
دغه ولسوالي د ولايت د مرکز ايبک ښار شمال لوېديځ لور ته له ښار سره ۱۲۰ کيلومتره واټن لري، د نفوسو شمېر يې ۵۵۸۵۸ تنه اټکل شوی دی. د دغې ولسوالۍ ۹۰ سلنه ځمکې للمي دي،  زياته ساحه يې غرنۍ او غونډۍ لرونکې ده. اوسېدونکي يې د للمي ځمکو د کر سربېره پر مالدارۍ هم بوخت دي  . په دغه ولسوالۍ کې هم پرېمانه د ډبرو سکرو کانونه شتون لري، چې لا استخراج شوي نه دي.
 
٦-روی دو اب ولسوالي:
 
نوموړې ولسوالي د سمنګان ولايت د مرکز سوېل لور ته پرته ده، چې ۱۴۰ کيلومتره واټن ورسره لري. د دغې ولسوالۍ د نفوسو شمېر ۴۰۳۵۸ اټکل شوی دی. دا ولسوالي سمنګان ولايت له باميان او بغلان ولايتونو سره نښلوي. ډېری سيمې يې غرنۍدي، چې يواځې ۱۰ سلنه ځمکې يې ابي او پاتې للمي دي. زيات اوسېدونکي يې د مالدراۍ له لارې د ژوند اړتياوې پوره کوي. په دغه ولسوالۍ کې هم د ډبرو سکرو د کانونو شتون حتمي دی؛ خو لا يې هم په استخراج کار نه دی شوی.
 
٧-فيروز نخجير ولسوالي :
دغه ولسوالي د ايبک ښار شمال لوېديځ لورته پرته ده، ۵۰ کيلومتره واټن ورسره لري. د دغې ولسوالۍ نفوس ۱۱۷۰۱ تنه اټکل شوی دی. نوموړې ولسوالۍ د بلخ ولايت له خلم او مارمل ولسوالۍ سره نښتې ده. هوارې ځمکې ډېرې لري، له همدې امله يې ډېری اوسېدونکي د کروندې او باغدارۍ له لارې ژوند پر مخ وړي. د دغې ولسوالۍ انګور د شمال په کچه شهرت لري.