Add new comment

عروسى دسته جمعى ١٤٠ زوج در سمنگان برگزار شد

ايبک (پژواک ٢٦ زمرى ٩٤): په  سمنګانو کې د ١٤٠ ځوانو جوړو (ناوې او زوم) د ډله ييز واده د جشن مراسم د دغه ولايت د يو شمېر اوسېدونکو په مرسته د ايبک ښار په قصر الماس هوټل کې تر سره شو.
د دغه ولايت مرکز ايبک ښار اوسېدونکي حاجي عبدالقدوس پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه جشن لګښتونه د سمنګان ولايت د ٣٤ اوسېدونکي له لوري چې اوسمهال له هېواده بهر دي، ورکړل شوي دي.
هغه وويل، د واده په دغه جشن کې د ناوې او زومانو او د دغه ولايت شاوخوا شپږ زرو کسانو ګډون کړى و.
په دغو مراسمو کې يوه ديني عالم مولوي عبدالجبار وينا وکړه او د دا ډول جشنونو تر سره کول يې له اسلام سره په مطابقت کې وبلل او له خلکو يې وغوښتل، څو د واده مراسم له اسلامي شريعت سره سم تر سره کړي او په ودونو کې له ډېرو لګښتونو ډډه وکړي.
د سمنګان د ولايتي شورا غړي او د يادو مراسمو د تر سره کولو کميسيون مشر محمدهاشم سروري وويل، يادې ١٤٠ جوړې، هغه ځوانان او پېغلې دي چې د اقتصادي ستونزو له امله يې ودونه نه شوى کولى.
هغه وويل، يادې ١٤٠ جوړې د مرکز او د حضرت سلطان، سارباغ، فيروز نخچير، دره صوف بالا، روى دواب او دره صوف پايين ولسواليو د بېلابېلو سيمو اوسېدونکي دي.
نوموړي څرګنده کړه، چې د دغو مراسمو د تر سره کولو له لګښتونو سربېره هرې جوړې (زوم او ناوې) ته يو جوړ جامې او لس زره افغانۍ هم ورکړل شوې.
د هغه د معلوماتو پربنسټ، د دغو مراسمو ټول لګښتونه له يادو ډاليو سره يوځاى ٨٠زره امريکايي ډالره شوي دي.
يوه زوم او د خرم سرباغ ولسوالۍ د غازي مرد کلي ٣١ کلن سردارمحمد په دغو مراسمو کې د نورو زومانو په استازيتوب، د سمنګان ولايت د اوسېدونکو له مرستې مننه وکړه او دا يې يو د خوښۍ کار وباله.
هغه وويل: "درې کاله وړاندې کوژده وه او د يادو درېيو کلونو په موده کې مې له خپل پلار او يو بل ورور سره بزګري کوله او د خپلې مېرمنې ٣٥٠زره افغانۍ مهر مې ورکړ، خو په دغه موده کې مې د واده کولو وس نه درلود."
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د لومړي ځل لپاره د روان کال د زمري په ١٧مه د سمنګان ولايت په ايبک ښار کې د ٣٢ جوړو د ډله ييز واده د جشن مراسم تر سره شول.
 
 
 
 

 

 
 
 
 
 
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.