Add new comment

حضور جوانان در شوراى ولايتى سمنگان باعث اميدوارى مردم شده است

ايبک ( پژواک ١٣ لړم ٩٣): د ولايتي شوراګانو ټاکنو د وروستيو پايلو تر اعلان وروسته، د سمنګانو ولايتي شورا د برياليو کانديدانو  له نوملړ څخه د يو کانديد نوم ايستل شوى او پر ځاى يې د بل نوم راغلى دى.
مېرمن سعادت حميدي، د ولايتي شوراګانو د ټاکنو د وروستيو پايلو تر اعلان وروسته ، د سمنګانو د برياليو کانديدانو په نوملړ کې شامله وه، خو اوس يې نوم له نوملړ څخه ايستل شوى او پر ځاى يې د خاټول شېرزۍ نوم راغلى دى.
مېرمن سعادت حميدي،د وروستيو پايلو له مخې ٢٨٨٧ رايې لرلې، خو اوس خاټول شېرزۍ د ٢٩٧٠ رايو په لرلو سره بريالۍ اعلان شوې ده.
خاټول ، پژواک خبري اژانس ته وويل، د هغې رايې تر حميدي زياتې وې نو ځکه يې په اړه  د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ته شکايت وکړ.
د هغې په وينا، ياد کمېسيون چې اسناد وکتل قناعت يې وکړ او د يو مکتوب له لارې يې د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته وليکل ، چې د سعادت حميدي پر ځاى يې د برياليو کانديدانو په نوملړ کې شامله کړي.
خو سعادت حميدي، د کميسيون پر دې کړنه نيوکه کوي او وايي چې د ټاکنو په لومړنيو او وروستيو پايلو کې بريالۍ اعلان شوې وه، خو د وروستيو پايلو تر اعلان وروسته يې نوم له لېست څخه ايستل شوى دى.
هغه وايي، چې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيونونو چارواکو خيانت کړى او د دې نوم يې له نوملړ څخه ايستلى دى.
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له وياند سره مو اړيکه ټينګه نه شوه ،خو د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون مشر عبدالستار سعادت په دې اړه پژواک ته وويل، چې د سعادت حميدې نوم په اشتباه سره د برياليو کانديدانو په نوملړ کې راغلى و او کله چې بيا کتنه وشوه ، د خاټول رايې ترې ډېرې وې .
د هغه په وينا، له همدې امله د سعادت حميدې پر ځاى د خاټول نوم د برياليو کانديدانو په نوملړ کې شامل شوى دى.
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.