5 policemen dead in Samangan firefight

ايبک (پژواک،١٠ غبرګولى ٩٤): د دولت وسله والو مخالفينو د سمنګان په دره صوف پايين ولسوالۍ کې پر يوه پوسته د بريد په ترڅ کې پنځه  پوليس وژلي، يو ټپي شوى او وسلې يې ترې وړې دي.
د دره صوف پايين د بيانان کلي يوه اوسېدونکي د نوم نه اخيستو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دولت وسله والو مخالفينو تېره شپه شاوخوا ٢ بجې د دې ولسوالۍ په "کنده موشک" سيمه کې د پوليسو پر پوسته بريد کړى دى.
د ده په خبره، وسله والو مخالفينو له شاوخوا نيم ساعته نښتې وروسته، د دې پوستې شپږ پوليس نيولي، له دې ډلې يې يو افسر او څلور پوليس وژلي، يو پوليس  يې سرسري ټپي کړى دى.
د نوموړي په خبره، وسله والو مخالفينو د دې پوستې وسلې او مهمات هم له ځان سره وړي دي.
د سمنګان د ولايتي شورا غړي محمدهاشم سروري د دغو شپږو کسانو د مرګ ژوبلې پخلى کړى خو وايي چې د وسله والو مخالفينو له بريد وروسته شاوخوا شپږ ساعته نښته شوې ده.
نوموړي وويل چې دا پوسته د ولسوالۍ له مرکزه د مرستې د نه ورسېدو له امله د مخالفينو لاس ته ورغلې ده.
د ولايتي شورا دغه غړي امنيتي چارواکي پر ناغېړۍ تورن کړل او زياته يې کړه: ((څه باندې دوې مياشتې کېږي چې د دره صوف پايين په بيانان، دايکنډي، بغک او دمکي کلو کې د دولت وسله وال مخالفين پيدا او  په جمالک دره کې را ټول شوي، خو امنيتي ځواکونو يې تر اوسه د ځپلو په اړه کوم اقدام نه دى کړى.))
د سمنګان د والي وياند محمد صديق عزيزي هم په دې بريد کې د پنځو پوليسو وژنه او د يوه ټپي کېدل مني، خو زياتوي چې په دې نښته کې اته وسله وال طالبان هم وژل شوي او پنځه نور ژوبل شوي دي.
وسله والو طالبانو ويلي چې ياده پوسته يې نيولې او په پوسته کې موجود شپږ پوليس يې وژلي دي.
دوى همدارنګه وايي چې يوه پيکا، پنځه کلاشينکوفونه، درى موټرسايکلونه او يوه مخابره يې هم له يوه اندازه مهماتو سره له پوستې ترلاسه کړي دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.